د چین حکومت د اویغورانو په خودمختاره سیمه کې د روانو عملیاتو اړوند راپور خپور کړ

د چین حکومت ویلي دي چې د سینجان د اویغورانو په خومختاره سیمه کې د ۲۰۱۴ راهیسې د روانو عملیاتو په پایله کې تر اوسه پورې ۱۳ زره تنه  شکمن کسان  نیولي دي.

1166310
د چین حکومت د اویغورانو په خودمختاره سیمه کې د روانو عملیاتو اړوند راپور خپور کړ

 

د چین د شینهوا رسمي خبري آژانس د چین د حکومت لخوا د سینجان د اویغورانو په خودمختاره سیمه کې  د ۲۰۱۴ کال راهیسې د روانو  عملیاتو اړوند جوړ کړی  راپور خپور کړ. پدې راپور کې راغلي دي چې د چین امنیتي ځواکونو  د ۲۰۱۴ کال راهیسې د سینجان د اویغورانو په خودمختاره سیمه کې د موجودو بانډونو پر خلاف ۱۵۸۸ عملیات ترسره کړي دي.

ددې عملیاتو په نتیجه کې  ۱۳ زره تنه نیول شوي او تر ۳۰ زرو تنو پورې ډیرو کسان  په غیرې قانوني  فعالیتونو کې د ګډون  له امله  مجازات کړي دي.

په راپور کې راغلي دي چې د نوموړو عملیاتو په پایله کې یو زیات مقدار چاودیدونکي توکي او غیرې قانوني اسناد او شواهد هم  نیول شوي دي.

د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو  د روانې میاشتې په دننه کې د ۲۰۱۸ کال کې د بشري حقونو په خپور کړي راپور کې  چین  د اویغورانو د بشري حقونو  په تیریو  تورن کړی دی. پدې راپور کې ویل شوي دي چې چین په اویغور ترکانو  ډیر زیات  ظلمونه کوي.

د امریکا لخوا په خپور شوي راپور کې راغلي دي چې  چین  د اویغورانو، قزاقانو او نورو مسلمانانو په ګډون  د ۸۰۰ زرو نه  تر  ۲ میلیونو تنو پورې مسلمانان  زنداني کړي دي. په ځانګړې توګه  د سینجان د اویغورانو د  خودمختاره سیمې  د  خلکو سره  د نړۍوالو او بشري حقونو پر خلاف  ډیر ظالمانه، ضد انساني او وحشیانه  چلند کوي.



اړوند خبرونه