د هالنډ د اوترخت  په ښار کې  وسله وال  برید شوی .

په هالنډ کې وسله وال برید شوی

1165644
د هالنډ د اوترخت  په ښار کې  وسله وال  برید شوی .

د هالنډ د اوتریخت  په ښار کې  په ښاري ریل ګاډي کې وسله وال  برید وشو .

د هالنډ  د اوتریخت  ښار ښاروال  ویلي دي چې  پدې برید کې  لږ تر لږه ۳ تنه مړه  او ګن شمیر کسان ټپیان شوي دي.

هالنډي چارواکیو په هیواد کې د امنیتي تدابیرو کچه تر ټولو لوړې سویې ته لوړه کړې ده.

د بله پلوه  پولیسو هغه ودانۍ چې ګمان کیږي  برید کوونکی پکې پټ شوی وي محاصره کړې ده .

پولیسو د عملیاتو د پیلولو په درشل کې قرار لري.

د پیښې یو تن عیني شاهد خبري رسنیو ته ویلي دي چې د اوتریخت د ښار په ښاري ریل ګاډي کې  یو تن برید کوونکی په ناڅاپي توګه له خپل ځایه اوچت شو او  په خلکو يي ډزې وکړې.

د اوتریخت د ښار پولیسو ویلي دي چې کیدای شي چې دا برید د ترهګرۍ سره  تړاو ولري.

همداشان په اوتریخت ښار کې  د نوموړي وسله وال برید له امله ښاري تراموای یا ریل ګاډي  سفرونه  په موقتي توګه درول شوي. پولیسو د اکتوبر په ۲۴ م  په میدان کې د تراموای  ریل ګاډي تم ځای  د تګ راتګ پر مخ وتړه.

د بله پلوه  د هالنډ لومړي وزیر د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې د پیښې د خواشینوونکې او اندیښنې وړ پیښې په توګه یادونه کړې ده .

برید کوونکی  د پيښې د ځای نه په تیښته بریالی شوی دی. د مرګ ژوبلې دقیقه شمیره معلومه نده .



اړوند خبرونه