اروپا پارلمان پر روسیې د نوو بندیزو په خاطر د ټولنې پریکړه تصویب کړه

د اروپا پارلمان  د اروپايي تولنې هغه پریکړه چې پکې ویل شوي دي د روسیې لخوا د نړۍوالو حقوقو نه د سرغړونې  د دوام  په صورت کې به پدې هیواد  نوي تحریمونه ولګوي  تصویب کړه.

اروپا پارلمان پر روسیې د نوو بندیزو په خاطر د ټولنې پریکړه تصویب کړه

 

د اروپا پارلمان  د فرانسې  د ستراسبورګ په ښار کې عمومي غونډه وکړه. پدې غونډه کې  د اروپايي ټولنې په پریکړې  رای اچونه وشوه چې  د ۱۶۳ مخالفو او ۸۹ ممتنع رایو په مقابل کې  د ۴۰۲ موافقو رایو سره  تصویب شوه.

پدې پریکړه کې راغلي دي چې  د ۲۰۱۵ راهیسې په سوریه کې د روسیې لخوا روانو پوځي عملیاتو، د لیبیا او افریقايي هیوادونو په کورنیو چاور کې مداخلې او د اوکراین د بې ثباتۍ  په ګډون په یو زیات شمیر مسئلو کې  د اروپايي ټولنې او مسکو ترمنځه  اختلاف د نظر  او جنجالونه د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په ډیریدو دي. د همدې امله  په روسیې باید  ددې هیواد نه د مخامخ تهدیدونو په مطابق  تحریمونه ولګول شي. د اروپايي ټولنې او روسیې ترمنځه د همکارۍ او شراکت په تړونونو باید بیا کتنه وشي.

اروپايي ټولنې پدې پریکړه کې راغلي دي چې که چیرې  روسیه  د منسک تړون  پر ځای کړي  کیدای شي چې د مسکو او اروپايي ټولنې ترمنځه اړیکې لا زیاته وده وکړي او د همکارۍ کچه  لا لوړه شي.

په پریکړه کې  د شمالي کوریا، ایران، ونزویلا او سوریې د رژیم سره  د روسیې  لخوا د مرستو د ترسره کیدو په اړه هم  اندیښنه ښودل شوې ده .

په پریکړه کې د روسیې لخوا د ټولنې د غړیو هیوادونو ترمنځه  د اړیکو د خرابولو  په خاطر  د سایبري بریدونو نه کار اخیستل هم غندل شوي دي.

اروپايي ټولنې د تیر کال  د جون په میاشت کې پر روسیې  په اوکراین کې بې ثباتۍ ته د لمن وهلو له امله  لګولي  تحریمونو  موده د شپږو نورو میاشتو لپاره  د غځولو پریکړه کړې وه.



اړوند خبرونه