د واتیکان یو جګپوړی چارواکی د جنسي پلوه د ماشومانو د ځورونې په تور زنداني شو
د واتیکان د اقتصاد پخوانی وزیر او د استرالیا د کاتولیکو مسیحیانو د کلیسا کاردینال جورج پل په مالبورن ښار کې د دندې پر مهال په کلیسا کې د جنسي پلوه د دوو ماشومانو د ځورونې په تور په ۶ کاله بند محکوم شو.
۷۷ کالن کاردینال جورج پل د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځه د استرالیا د مالبورن په ښار کې په کلیسا کې د اسقف اعظم په توګه د دندې د ترسره کولو پر مهال په دوو ۱۳ کلونو هلکانو ماشومانو جنسي تیری کړی وو. د مالبورن سیمه ایزې محکمې نوموړی پړ وباله او په ۶ کلونو بند يي محکوم کړ.
محکمې د کاردینال محاکمې جلسه د تلویزیون له طریقه په ژوندۍ بڼې سره خپره کړه. د محکمې قاضي کاردینال ته په خطاب کې وویل چې « خلکو او د قربانیانو کورنیو پر تا باور کړی وو خو تا د خپل مقام او صلاحیت نه ناوړه استفاده وکړه. تا په شپږو کلونو بند محکوموو.»
د ویلو ده چې کاردینال جورج پل د کاتولیکې کلیسا لومړنی جګپوړی چارواکی دی چې د جنسي پلوه د ماشومانو د ځورونې له امله محاکمه کیږي او زندان ته استول کیږي. د ویلو ده چې کاردینال جورج د ۲۰۱۹ کال د جون په میاشت کې د محکمې په پریکړې د اعتراض کولو او درې کاله او ۸ میاشتې وروسته بیا په ضمانت د خوشې کیدو په خاطر د مراجعې حق پيدا کوي.
د بله پلوه د پيښې قربانیانو د محکمې د پریکړې په اړه خوښي وښوده او وویل چې زندان ته د کاردینال لیږل ځانګړی اهمیت لري.
په کلیسا کې د جنسي د ځورنې د قربانیانو نه یو تن روب هاوس خبري رسنیو ته وویل چې پر ماشومانو د جنسي تیري کوونکو ته چې په هر مقام کې وي جزا ورکول په اصل کې ټولې نړۍ ته یو ډیر مهم پیغام دی.