د امریکا د ولسي جرګې د عدلیې چارو کې کمیټه د ولسمشر ټرمپ په اړه تحقیقات کوي

د امریکا د ولسي جرګې د عدلي چارو د کمیټې رئیس : ټرمپ د روسیې سره د اړیکو درلودو اړوند د تحقیقات پر وړاندې خنډونه جوړ کړي

1156165
د امریکا د ولسي جرګې د عدلیې چارو کې کمیټه د ولسمشر ټرمپ په اړه تحقیقات کوي

د امریکا متحده ایالتونو د ولسي جرګې  د عدلي چارو د کمیټې  رئیس ډیموکراټ ګوند غړي جیرولډ نادلر  وویل چې  د ولسمشر دونالد ټرمپ لخوا  د روسیې سره د اړیکو په اړه د تحقیقاتو پر وړاندې  د خنډ جوړولو او یا نه جوړولو مسئله به  وڅیړي.

هغه وویل چې پدې اړه به  ټول اسناد او شواهد راټول کړي.

نادلر د ۲۰۱۶ کال  د ولسمشرۍ په ټولټوټاکنو کې د روسیې د مداخلې  اړوند د روانو تحقیقاتو په اړه پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې د هر څه نه مخکې  غواړو چې  دا معلومه کړو چې آیا  ولسمشر ټرمپ  د نوموړو  تحقیقاتو پر وړاندې  کوم خنډ جوړ کړی او که نه؟ ایا هغه عدلي چارو مخنیوی کړی او که نه.

هغه وویل چې  عدالت د مخنیوي، اداري فساد او صلاحیتونو نه د ناوړه ګټې اوچتولو  اړوند  د موجودې دعوا  په اړه د څیړونو  په ترڅ کې  به  د ولسمشر دونالد ټرمپ د زوی ډونالد ټرمپ ژ ار او الن ویسلبرګ په ګډون د سپینې ماڼۍ  او عدلیې د وزارت  د څه باندې  ۶۰ تنو چارواکیو نه به استعلامونه  وکړو. ددې  ټولو تحقیقاتو  پایلې به وخت په وخت د امریکا د خلکو سره  شریکې کړو.

هغه ددې پوښتنې په ځواب چې  ستاسې په اند ایا ولسمشر  ټرمپ د روسیې سره  د اړیکو درلودو  اړوند د روانو تحقیقاتو  پر وړاندې خنډونه جوړ کړي  او  عدالت مخنیوی کړی دی  ؟ داسې وویل، هو  زما  په اند  ولسمشر ټرمپ  د روانو تحقیقاتو پر وړاندې  خنډونه جوړ کړي دي.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې که چیرې په ولسمشر ټرمپ  دا ادعا په اثبات ورسیږي  له دندې به  ګوښه کړی شي او که نه؟ وویل  ، هغې نقطې ته  لا ډیر لرې یو.



اړوند خبرونه