په هندي کشمیر کې پوځي چورلکې سقوط وکړ

په جمو کشمیر کې  د هندوستان د هوايي ځواکونو اړوند  جنګی چورلکې  سقوط وکړ.

1154166
په هندي کشمیر کې پوځي چورلکې سقوط وکړ

 

په هندي کشمیر کې  د پوځي  چورلکې د سقوط په پایله کې ۷ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د هندوستان خبري رسنیو  د دفاع د وزارت د جګپوړو چارواکیو د معلوماتو له مخې نن  د سهار په ساعتونو کې په جمو کشمیر کې  د پوځي چورلکې د لویدو نه خبر ورکړی دی.

هندي چارواکیو پدې پیښه کې ۶ تنو د هوايي ځواکونو د منسوبینو  او یو تن  ملکي وګړي د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.

د چورلکې د لویدو  لامل  په اړه هم  څه ندي ویل شوي دي. د ویلو ده چې پرون  د هندوستان دوه جنګي الوتکې د پاکستان  له لورې وویشتل شوې.

پدې پيښو کې هم  دوو تنو پیلوټانو او یو تن ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړی وو او یو تن پیلوټ  د پاکستاني ځواکونو لخوا ژوند  نیول شوی دی.



اړوند خبرونه