ملګري ملتونه : په اسراییلو لخوا د ملکي وګړو وژنې کیدای شي چې په جنګي جنایتونو کې وشمیرل شي

ملګروملتونه : اسراییلي ځواکونو په غزه کې پر ملکي وګړو د بریدونو سره یا هغوې وژلي او یا يي ټپیان کړي دي

1154333
ملګري ملتونه : په اسراییلو لخوا د ملکي وګړو وژنې کیدای شي چې په جنګي جنایتونو کې وشمیرل شي

ملګروملتونو سازمان  په ترسره کړو تحقیقاتو کې ویلي دي چې  د اسراییلي ځواکونو لخوا  تیر کال پپه غزه کې  د ۱۸۹ تنو بې ګناه انسانانو وژنه  کیدای شي چې  د جنګي جنایتونو  او بشریت پر خلاف په ترسره شوو  جرایمو کې  وشمیرل شي.

د بله پلوه  د ملګروملتونو  څیړنیز کمیسیون  د اسراییلو په حکومت  د هغه اسراییلي سرتیرو پر خلاف  د تحقیقاتو د پیلولو  غوښتنه کړې ده چې  ۱۸۹ تنه بې ګناه فلسطینیان يي په ډزو شهیدان کړي دي.

د ملګروملتونو څیړنیز  کمیسیون ویلي دي چې  اسراییلي سرتیرو په غزه کې  تر ۶۰۰۰ تنو ډیر ملکي او بې ګناه  وګړي په حقیقي  مرمیو ویشتي او ټپیان کړي دي.

د بله پلوه د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا کمیسیون د یو راپور په خپرولو سره ویلي دي چې اسراییلي ځواکونو  پر فلسطینیانو  د بریدونو سره  ملکي وګړي یا وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

ملګروملتونو سازمان  خبرداری ورکړی دی چې  تیر کال د اسراییلي ځواکونو لخوا په غزه کې د ملکي وګړو وژنه کیدای شي چې په جنګي جنایتونو  او یا  د بشريت پر خلاف په  ترسره شوو جرایمو کې وشمیرل شي.   



اړوند خبرونه