هندوستان  د پاکستان اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو ادعا کړې ده .

هندوستان او پاکستان ترمنځه په یو بل بریدونه

1153534
هندوستان  د پاکستان اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو ادعا کړې ده .

 

د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند راویش کمار  نن  خبري غونډې ته وویل چې  ددوې هوايي ځواکونو  د پاکستان  یوه جنګي الوتکه چې  هند هوايي حریم ته راننوتې وه  رانسکوره کړه. هغه ویلي دي چې  د پاکستان دا جنګي الوتکه د هندوستان د هوايي ځواکونو اړوند د میګ ۲۱ بیسون ډوله  جنګي الوتکې سره ویشتل شوې ده .

هغه ویلي دي چې  همداشان  ددوې یوه جنګي الوتکه هم  د پاکستان له لورې ویشتل شوې ده چې  پيلوټ يي لا درکه دی. هغه ویلي دي چې  پاکستان ددوې د الوتکې د پیلوټ  د اسیر نیولو  نه خبر ورکړی.

د ویلو ده چې  نن  د پاکستان د پوځ ویاند  جنرال اصف غفور  د دوو هندي جنګي الوتکو د ویشتو نه خبر ورکړ. هغه وویل چې  د پاکستان هوايي ځواکونو د هندوستان اړوند دوه جنګي الوتکې چې  د پاکستان خاور ته راننوتې وې  په نښه کړې چې یوه د پاکستان په خاوره او بله بیا په جمو کشمیر کې  ولویده.

پاکستان ویلي دي چې  په پاکستان کې د لویدلې د هندي جنګې الوتکې پیلوټ يي هم  نیولی دی.



اړوند خبرونه