امریکايي سناتور مادورو ته ګواښ کړی دی
امریکايي سناتور مارکو روبین د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ته ښکاره ګواښ وکړ.
د ونزویلا د حکومت د مخالفو ډلو سخت ملاتړي امریکايي سناتور مارکو روبین د ټولنیزې مډیا له لارې د لیبیا د پخواني ولسمشر معمرالقذافي هغه عکس چې د خلکو لخوا د وژلو پر مهال په وینو لټ پټ اخیستل شوی وو خپور کړ.
سره ددې چې هغه د نوموړي عکس لاندې څه ندي لیکلي دي خو د هغه اصلي هدف په ډاګه دی.
د امریکايي سناتور لخوا خپور شوي دې عکس ډیر سخت غبرګونونه هم پارولي دي.
هغه په لیبیا کې د قذافي د واکمنۍ پر مهال د هغه اخیستل شوی عکس ورسره سم بیا د حکومت د نسکوریدو نه وروسته د خلکو لخوا په وهلو وهلو د وژل کیدو او په وینو ککړ اخیستل شوی عکس خپور کړ.
د ټولنیزې مډیا کارکوونکو او سیاسي شننونکي د امریکايي سناتور لخوا د قذافي د عسکونو د خپرولو سره د هغه لخوا د ونزویلا ولسمشر ته د ښکاره ګواښ کولو په توګه یادونه کړې ده .
هغه دا عسکونه پداسې حال کې خپاره کړل چې تیره ورځ په ونزویلا کې د مخالفینو او پولیسو لخوا ډیره سخت نښته وشوه.