ایکوادور ډیرې زورورې زلزلې ولړزو
په ایکوادور کې د ریشتر په کچه د ۷ عشاریه ۵ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوه
1150761

د سویلي امریکا د هیوادونو نه په ایکوادور کې ډیره زوروره زلزله رامنځته شوه.
په ایکوادور کې د ریشتر په کچه د ۷ عشاریه ۵ درجو په لویوالي سره زوروره زلزله رامنځته شوه.
د امریکا د جیولوژیکو څیړونو مرکز ویلي دي چې زلزله د نوموړي هیواد د مورانو سنتیګو د سیمې اړوند د پالورا کلی سویل ختیځ لورې ته ۱۱۵ کیلومترۍ کې د ۱۳۲ کیلومتره د مځکې لاندې رامنځته شوې ده .
پدې زلزله کې د رامنځته شوو ځاني او مالي زیانونو په اړه تر اوسه څه ندي ویل شوي.