د بنګلادیش په پلازمینه ډاکا کې  اورلګیدنې ستر قتل عام  رامنځته کړه.

په بنګلادیش کې اورلګیدنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

1149569
د بنګلادیش په پلازمینه ډاکا کې  اورلګیدنې ستر قتل عام  رامنځته کړه.

 

د ترلاسه شوو معلوماتو له د ډاکا  د چوک بازار په سیمه کې په یوې تاریخي  ودانۍ کې  رامنځته شوې اورلګیدنه په لنډه موده کې نورو ودانیو ته هم  وغځیدله. پدې پيښه کې تر اوسه پورې  لږ تر لږه ۷۰ تنو ژوند  د لاسه ورکړی  او تر ۵۰ تنو ډیر  ټپیان شوي دي.

د ټپیانو نه هم  د ځینو روغتیايي حالت  ښه  ندی.

د اورلګیدنې د رامنځته کیدو نه وروسته  ګن شمیر  د اور وژنې  او ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې. د اور وژنې ډلو  اور لګیدنه  تر کنټرول لاندې  راوستې او اور يي مړ کړی دی.

د ژغورنې ډلو بیا د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه ښودلې.

د ډاکا  د ښار پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  اورلګیدنه  د تاریخي  ودانۍ ترڅنګ د کیمیايي موادو  په یو ډیپو کې رامنځته شوې چې په لنډه موده کې شاوخوا ودانیو ته  خوره شوه.

پولیسو ویلي دي چې  د اور وژنې ډلې سمدلاسه سیمې ته راروسیدې چې د اور د لمبو  کنټرولو ۹ ساعته  وخت  ونیو. د ۹ ساعتونو هلو ځلو نه وروسته اور تر کنټرول لاندې  ونیول شو او مړ شو.

د بنګلادیش د ډاکا د ښار د ملکي خوندیتوب او اور وژنې د ادارې رئیس زلفقار رحمان خبري رسنیو ته ویلي دي چې  تر اوسه پورې د ۷۰ تنو مړي  راویستل شوي دي. همداشان  تر ۵۰ ډیر کسان  ټپي  ژغورل شوي دي.

د ټپیانو نه  د بعضو روغتیايي حالت  ښه ندی. په سیمه کې د پلټنې چارې  دوام لري.

هغه ویلي دي چې  ډیری مړي  او ټپیان  نه پیژندل کیږي. ټپیان  روغتونونو ته  انتقال شوي دي.



اړوند خبرونه