په اتریش کې محکمې د حکومت لخوا د جوماتونو د تړولو پریکړه د حقوقو سره په ټکر کې وبلله
په اتریش کې محکمې تیر کال د عربانو د دیني جماعت اړوند د ۶ جوماتونو د تړولو اړوند د حکومت پریکړه د حقوقو پر خلاف وبلله او دا پریکړه يي ماته کړه.
د اتریش د اسلامي جماعت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ویانا اداري محکمې د نوموړي هیواد د صدرات اړوند د دیني چارو د ادارې لخوا د عربانو د جماعت اړوند د ۶ جوماتونو د تړولو پریکړه د حقوقو سره په ټکر کې وبلله او دا پریکړه يي ماته کړه.
محکمې حکم کړی چې د صدرات اړوند د دیني چارو ادارې د جوماتونو د تړولو په پریکړه کې اصولو نه سرغړونه کړې ده . دې ادارې د عربانو دیني جماعت ته د جوماتونو د تړولو په مسله کې په کافي توګه وخت ندی ورکړی .
د اتریش د اسلامي جماعت مشر امید اورال بیا د محکمې د پریکړې په اړه ویلي دي چې « پداسې یو حساس وخت کې چې تر هر وخته ډیر په اتریش کې پاپولیزم حاکم دی د محکمې لخوا دا ډول اصلاح کوونکي پریکړې ځانګړی اهمیت لري.»
د ویلو ده چې د اتریش ښه اړخه افراطي حکومت د تیر کال د روژې په میاشت کې یو د ترکانو او ۶ د عربانو د اسلامي جماعت اړوند جمعآ ۷ جوماتونه د سیاسي اسلام سره د مبارزې په بهانه د تړولو پریکړه وکړه.
اتریش حکومت د ترکانو اړوند د جومات د تړولو په خاطر بعضې تخنیکی دلایل وړاندې کړي وو. د سیمې مسلمانانو د تخنیکي مشکلاتو د حلولو سره جومات د اختر لمانځه لپاره بیرته د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شوی وو.
همداشان د عربانو دیني جماعت هم د حکومت په پریکړه اعتراض کړی وو او محکمې د حکومت د پریکړې د ځنډولو حکم کړی وو.