په کشمیر کې په هندي ځواکونو خونړی برید وشو

د هندوستان تر کنټرول لاندې په جمو کشمیر کې د امنیتي ځواکونو پر کتار  بمي برید وشو.

1145513
په کشمیر کې په هندي ځواکونو خونړی برید وشو

 

د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې برید کې  لږ تر لږه  ۴۴ تنه هندي پولیس  مړه او ګن شمير نور ټپيان شوي دي.

د جمو کشمیر  جګپوړي امنیتي چارواکي  منیر احمد خان  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د امنیتي ځواکونو په کتار  چې د سرینګر ښار  پر لورې روان وو د پامپوري په کلي کې د موټر پر مټ  برید وشو. پدې برید کې  ۴۴ تنه پولیس مړه او ګن شمير نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې پدې برید کې  د امنیتي ځواکونو  یو بس  په کامله توګه  لمنځه تللی  او پنځه  نور پوځي ګاډي  ویجاړ شوي دي.

د برید نه وروسته  ګن شمیر روغتیايي  او د ژغورنې ډلې  او امنیتي ځواکونه سیمې ته  واستول شول.

د پيښې ټپيان  روغتونونو ته  انتقال شول. د هندوستان سیمه ایزو رسنیو ویلي دي چې  برید  د احتیاطي پولیسو  په کتار شوی دی. ویل کیږي پدې کتار کې  تر ۷۰ موټرو  شتون درلود.

د بريد مسئوليت د جيش المحمد په نامه ډلې په غاړه اخيستی دی. 



اړوند خبرونه