د هندوستان په پلازمینه  نوې ډیلۍ کې په یو هوټل کې  اورلګیدنې  ستره فاجعه رامنځته کړه.

په هندوستان کې اورلګیدنې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

1143191
د هندوستان په پلازمینه  نوې ډیلۍ کې په یو هوټل کې  اورلګیدنې  ستره فاجعه رامنځته کړه.

 

د هندوستان د روغتیا وزیر ستندرا کمار جین ویلي دي چې  پدې پیښه کې  ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه ویلي دي چې  د اورلګیدنې د رامنځته کیدو نه وروسته  ځینو  ښځو او ماشومانو ځانونه  د کړکیو نه  راګوزار کړي دي .

هغه ویلي دي چې د ژغورنې ډلې  ۳۵ تنه  ژوندي  ژغورلي دي.

د هغه په وینا  پدې پیښه کې ډیری کسان  د لوګي  په پایله کې  ژوند  د لاسه ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې د پيښې اصلي لامل  معلوم  ندی خو په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي.

هغه ویلي دي چې  د پیښې مسئولین هر څه ژر تثبیت او د اعمالو په جزا  ورسوي.



اړوند خبرونه