ټرمپ د شمالي کوریا د ولسمشر سره د دویم ځل لپاره لیدنه کوي

د امریکا او شمالي کوریا ولسمشران د دویم ځل لپاره مخامخ لیدنه کوي

1139539
ټرمپ د شمالي کوریا د ولسمشر سره  د دویم ځل لپاره لیدنه کوي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون سره  د دویمې رسمي لیدنې نیټه  اعلان کړه.

د امریکا ولسمشر  وویل چې  د کیم جونګ اون سره  به د دویم  ځل لپاره رسمي لیدنه  د فبروري په ۲۷ او ۲۸ مو نیټو  په ویتنام کې وکړي.

هغه دا څرګندونې  د امریکا  کانګرس ته په وینا کې وکړې. ټرمپ  چې په پام کې وه چې جنوري په ۲۹ مه نيټه  کانګرس ته  وینا  وکړي  خو  نوموړي هیواد کې د فدرال حکومت د تړل کیدو له امله  د هغه وینا  د فبروري پنځمې نیټې ته ځنډول شوې وه.

ټرمپ  د فبروري په پنځمه نيټه  د کانګرس  عمومي غونډې ته وینا وکړه. د کانګرس عمومي  غونډه  د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس او کانګرس د مشرې نانسي پيلوسي په مشرۍ  جوړه شوې وه.

د کانګرس  پدې غونډه کې  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ میرمن میلانیا ټرمپ  او د هیواد د بیلابیلو برخو نه  یو زیات شمیر مخورو  څیرو هم ګډون کړی وو.

ټرمپ  کانګرس ته د خپلې وینا په ترڅ کې  د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون سره  د دویم ځل لپاره د رسمي لیدنې نیټه  او ځای  اعلان کړ.

هغه وویل چې  د شمالي کوریا د ولسمشر سره  به د فبروري په ۲۷ مو او ۲۸ مو نیټو  په ویتنام کې  وګوري.

هغه وویل چې د کوریا په ټاپو کې  د موجودو ستونزو د حل په خاطر  ډیرې زیاتې هلې ځلې کړي  او  ددې هلو ځلو  ښې پایلې يي هم  ترلاسه کړي دي.

هغه وویل  د نوموړو هلو ځلو په پایله کې  په شمالي کوریا کې  اسیر شوي امریکايي وګړي هیواد ته راستانه شول، اټومي ازمایښتونه  پایته ورسیدل  او ۱۵ میاشتې  کیږي  چې  شمالي کوریا  هیڅډول  توغندی  ندی ازمایلی. هغه وویل که چیرې  زه  د امریکا  ولسمشر  شوی  نوی ، زما په شخصي نظر چې  د امریکا  او شمالي کوریا ترمنځه به جدي جګړه رامنځته شوي وی.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ  د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون سره  د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۸ کال د جون په ۱۲ مه نيټه  په سینګاپور کې  لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې دواړو مشرانو  یو مهم تړون  لاسلیک کړی وو.

ددې لیدنې نه وروسته  شمالي کوریا حکومت ټول اټومي او بالستیک توغندیو ازمایښتونه  ودرول. شمالي کوریا  د اټومي ازمایښتونو  ډیری  مرکزونه  ویجاړ کړل.



اړوند خبرونه