په برازیل کې د معدن د فاضله اوبو د بند د نړېدو له امله فاجعه رامنځته شوې
په برازیل کې د یو معدن د فاضله اوبو د بند د نړېدو په پایله کې د مړو شمیره مخ په لوړیدو ده.
پدې پیښه کې تر اوسه پورې د مړو شمیره ۶۵ تنو ته رسیدلې خو ۲۷۹ تنه لا درکه دي.
د برازیل امنیتي مقاماتو ویلي دي چې د لا درکه شوو کسانو د موندولو په خاطر پلټنې او د ژغورنې عملیات دوام لري.
د برازیلي مقاماتو په وینا د وژل شوو کسانو نه د ۳۵ تنو هویت تثبیت شوی دی.
ویل کیږي دا فاجعه پداسې حال کې رامنځته شوې وه چې د معدن کارګران د غرمې د ډوډۍ په خاطر په طعام خانه کې راټول شوي وو.
طعام خانه په کامله توګه په خټو کې ډوبه شوې ده . د ژغورنې ډلو د طعام خانې ترڅنګ پلټنې پيل کړي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا پيښه د برازیل د برومادینیو په ښار کې رامنځته شوې ده . د معدن د فاضله اوبو د بند د نړېدو له امله د نږدې سیمو نه تر ۳ زرو تنو پورې خلک خوندي سیمو ته انتقال شوي دي.
د ویلو ده چې پدې دا معدن کې دا لومړی ځل ندی چې دا ډول فاجعه رامنځته کیږي.
ددینه وړاندې هم ددې معدن د فاضله اوبو بند نړېدلی وو چې ګن شمیر کسانو پکې ژوند د لاسه ورکړی وو.