په فیلیپین په یوې کلیسا  د غبرګو بمي بریدونو له امله  قتل عام رامنځته شو.

په فیلیپین کې په کلیسا دوه بمي بریدونه وشول

1134096
په فیلیپین په یوې کلیسا  د غبرګو بمي بریدونو له امله  قتل عام رامنځته شو.

 

د فیلیپین  په سویل کې د ژولو په ټاپو کې د کاتولیکو مسیحیانو په یوې کلیسا غبرګ  بمي بریدونه وشول.

د فیلیپین  امنیتي مقاماتو ویلي دي چې  پدې بریدونو کې  د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو په ګډون  ۲۷ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د فیلیپین نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  لومړۍ چاودنه  په کلیسا کې  د دیني مراسمو پر مهال  رامنځته شوه. همداشان  دویمه  چاودنه  بیا  د کلیسا نه بهر د موټرو په تم کې  رامنځته شوه.

د فیلیپین د دفاع وزیر  دیلفین لورن زانا ویلي دي چې د برید نه سمدلاسه وروسته  امنیتي ځواکونه سیمې ته  ولیږل او په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر ونیول. هغه وویل چې د پیښې ټپيان هر څه ژر  نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې ونیول شول.

هغه ویلي دي چې  چې  ددې پيښې فاعلین به خامخا  د عدالت  منګولو ته  وسپاري .

هغه ویلي دي چې  پدې پيښه کې  لږ تر لږه  ۸ تنو سرتیرو هم  ژوند د لاسه ورکړی دی.

پدې پيښه کې  لږ تر لږه  ۲۷ تنه مړه  او تر ۷۰ تنو ډیر  کسان ټپیان شوي دي.

د بله پلوه د فیلیپین ولسمشر د جګپوړو عسکري چارواکیو په ملګرتیا  د کلیسا نه  لیدنه وکړه.



اړوند خبرونه