د وینزویلا مخالف مشر او د ملي شورا رئیس ځان ددې هیواد موقت ولسمشر په توګه اعلان کړ

د وینزویلا مخالف مشر ځان د موقت ولسمشر په توګه اعلان کړ

1132126
د وینزویلا مخالف مشر او د ملي شورا رئیس ځان ددې هیواد موقت ولسمشر په توګه اعلان کړ

د وینزویلا د ملي شورا رئیس  او مخالف مشر  خوان ګوایدو د حکومت پر خلاف په جوړه کړې مظاهره کې  ځان  د هیواد د موقت ولسمشر په توګه اعلان کړ.

ګوایدو په پلازمینه کاراکاس کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې « د حکومت او واکمنۍ  غصب  ته  د پای ټکی ږدو. زه ستاسې  په حضور کې  د موقت دولت د جوړولو او په هیواد کې ازادو  ټولټاکنو د ترسره کولو په خاطر په رسمي توګه د وینزویلا د موقت دولت د مشر په توګه لوړه کوم. ځان د موقت دولت د مشر توګه اعلانوم. »

هغه  د وینزویلا د خلکو نه  د ملاتړ  غوښتنه وکړه.

هغه وویل « زه ښه پوهیږم  چې دا  یواځې د یو کس کار ندی او کیدای شي چې  سخت بدل هم  ولري. هیچا ته  به اجازه ورنکړو چې  ددې ملي  او هیلو ډک  حرکت  مخه ونیسي. »

هغه وویل چې د حکومت پر خلاف  مظاهرو ته به دوام  ورکړو. هغه  په خپلو پلویانو غږ وکړ چې  تر هغه به  په نه ستړې کیدونکې  توګه  مظاهرو ته  دوام  ورکړو چې  ډیموکراسۍ، ازادۍ، اوبو  او ګازو  ته  لاس رسۍ پیدا کړو. تر هغه به  مظاهرې وکړو چې  د وینزویلا د هر وګړي  کور ته  ډوډۍ  ورسیږي.



اړوند خبرونه