په روسیه کې  یو تن  وسله والو کس  د یوې مساپر وړونکې الوتکې  د تښتولو هڅه وکړه.

په روسیه کې  یو تن  وسله والو کس  د یوې مساپر وړونکې الوتکې  د تښتولو هڅه وکړه.

1130793
په روسیه کې  یو تن  وسله والو کس  د یوې مساپر وړونکې الوتکې  د تښتولو هڅه وکړه.

په روسیه کې  یو تن  وسله والو کس  د یوې مساپر وړونکې الوتکې  د تښتولو هڅه وکړه.

د روسیې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  یو تن  وسله وال کس  د سورګوت  ښار نه د مسکو پر لورې د روانې مساپر وړونکې الوتکې د تښتولو هڅه وکړه. د الوتکې د تښتولو د هڅې نه وروسته  پیلوټ  بیړنۍ ناسته وکړه.

د روسیې د خبري رسنیو د خبر له مخې  په وسلې سمبال  یو تن مساپر  مساپروړونکې الوتکه چې  د سوګوت  د ښار نه  د مسکو د ښار پر لورې روانه وه د الوتکې د تښتولو هڅه وکړه. وسله وال  کس  د الوتکې د پیلوټ نه  په افغانستان کې د ښکته کیدو غوښتنه وکړه.

نوموړې الوتکه چې په پام کې وه  د مسکو د شرمتیوو په هوايي دګر کې ښکته شي  خو پیلوټ د سایبریا  د خانتي منسیسک په هوايي ډګر کې بیړنۍ ناسته وکړه.

روسي خبري رسنیو  ویلي دي چې د الوتنې د بیړنۍ ناستې نه سمدلاسه وروسته  امنیتي ځواکونو په وسلې سمبال  کس ونیو. د الوتکې د تښتونې د هڅه کوونکي  کس  د هویت په اړه څه ندي ویل شوي.

د بله پلوه  د روسیې د رین تلویزیون ویلي دي چې په الوتکه کې  ۶۹ تنو مساپرو او ۷ تنو د الوتکې کارکوونکو  شتون درلود.

د ویلو ده چې د روسیې رسمي مقاماتو  د پيښې په اړه د څه ویلو نه ډډه کړې ده .   



اړوند خبرونه