د کولمبیا په پلازمینه  بوګاتا کې  د پولیسو پر اکاډمۍ  د موټر پر مټ  برید وشو.

په کولمبیا کې د پولیسو پر اکاډمۍ برید قتل عام رامنځته کړ

1128250
د کولمبیا په پلازمینه  بوګاتا کې  د پولیسو پر اکاډمۍ  د موټر پر مټ  برید وشو.

 

د کولمبیا نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د نوموړي هیواد په پلازمینه بوګاتا کې  د پولیسو پر اکاډمۍ  د چاودیدونکو توکو نه بار د موټر سره  د برید له امله لږ تر لږه  ۲۱ تنو ژوند  د لاسه  ورکړی  او ۶۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

ویل کیږي  برید  د جنرال سانتاندر د پولیسو په اکاډمۍ  شوی دی. د کولمبیا امنیتي سرچینو ویلي دي چې دا یو ترهګری برید دی. د نوموړي برید نه وروسته په کولمبیا کې  درې ورځې ملي ماتم  اعلان شو.

د کولمبیا خبري رسنیو ویلي دي چې د ګن شمیر ټپيانو روغتیايي حالت باریکه دی.

د کولمبیا  لوی څارنوال نیستور هومبیرتو مارتینیز  ویلي دي چې  برید  د جوسي الدمار روجاس  رودري ګویز  په نامه  د یو تن  لخوا شوی دی. پدې برید کې  د ۸۰ کیلوګرامه  چاودیدونکو توکو نه کار اخیستل شوی دی.

د کولمبیا ولسمشر ایوان دوکي  د نوموړي برید نه  د ترهګري برید په توګه یادونه وکړه او وویل چې پدې برید کې  بې وسلې ځوانان  او زده کوونکي وژل شوي دي . دا برید  په یو روزنیز مرکز  شوی دی. دا برید یواځې  په بې وسلې ځوانانو، پولیسو او امنیتي ځواکونو نه بلکې د کولمبیا پر ټولو خلکو ترسره شوی دی.

ددې برید فاعلین  به  پرته د جزا پاتې نشي.

ترکیې  دا برید په کلکو ټکو وغنده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا  په خپور د تسلیت په پيغام کې ویل شوي دي چې  په ډیرې خواشینۍ سره مو  د جنوري په ۱۷ مه نيټه  د ګولمبیا په پلازمینه بوګاتا کې د سانتاندر د پولیسو پر اکاډمۍ  د موټر پر مټ  د برید  چې  له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې  خبر ترلاسه کړ.

ترکیه دا منفور  برید په کلکو ټکو غندي او د پيښې قربانیانو او د کولمبیا  خلکو ته  د تسلیت  او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي. ټپیانو نه د عاجلې شفاء غوښتنه کوي.



اړوند خبرونه