د امریکا او روسیې مذاکرات بې نتیجې پایته ورسیدل
د امریکا متحده ایالتونو او روسيې ترمنځه د منځواټنه اتومي توغندیو د تړون په اړه مذاکرات بې نتیجې پایته ورسیدل.
د ویلو ده چې د امریکا او روسیې استازي د منځواټنه اټومي توغندیو په تړون د مذاکراتو په خاطر د سویس د جینیوا په ښار کې سره راټول شوي وو.
د دواړو خواوو ترمنځه د منځواټنه اټومي وسلو اړوند مذاکرات پرته د کومې نتیجې پای ته ورسیدل.
د امریکا استازي اندریا تومپسن وویل چې امریکا په ۱۹۸۷ کال کې د لاسلیک کړي تړون نه د وتو په خاطر ۶ میاشتنې موده د فبروري په دویمه نيټه رسمآ پیلوي.
امریکا د اوږدې مودې راهیسې روسیه د نوموړي تړون نه په سرغړونو تورنوي.
روسیې د نوموړي تړون د حفظ په خاطر د اروپا نه د مرستې غوښتنه کړې ده .
روسیې پدې اړه امریکا ته یو وړاندیز وړاندې کړی دی . روسیه وايي چې امریکا ددوې په وړاندیز لازم غور ندی کړی.
د امریکا او روسیې ترمنځه د لاسلیک شوي تړون له مخې د ۵۰۰ نه تر ۵۵۰۰ کیلومتره واټنه پورې د توغندیو په تولید بندیز لګول شوی دی. امریکا ادعا کوي چې روسیې په کراتو د نوموړي تړون نه سرغړونه کړې ده .