کاناډا يو ميليون تنه کډوالو ته پناه ورکوي

کاناډا په ۳ کلونو کې تر ۱ ميليون تنو ډير کډوال مني

1124240
کاناډا يو ميليون تنه کډوالو ته پناه ورکوي

کاناډا يو ميليون تنو کډوالو پناه ورکوي. 

د کاناډا حکومت ويلي دي چې دريو کلونو په دننه کې به تر ميليون تنو ډير کډوالو ته پناه ورکړي. 

د کاناډا د کډوالۍ پناه غوښتنې او تابعيت د چارو وزير  احمد حسين ويلي دي چې کاناډا به د راتلوونکو دريو کلونو په دننه کې څه باندې يو ميليون تنو کډوالو ته پناه ورکړي. 

هغه دا خبره پارلمان ته په وړاندې کړي راپور کې کړې ده. په راپور کې ويل شوي دي چې په ۲۰۱۹ کال کې به ۳۳۰ زرو تنو ته، په ۲۰۲۰ کال کې به ۳۴۱ زره تنو ته او په ۲۰۲۱ کال کې به ۳۵۰ زرو تنو کډوالو ته پناه ورکړل شي. 

د کاناډا پخپله کډوال سوماليا الاصله اخمد حسين پارلمان ته په وړاندې کړي راپور کې ويلي دي چې کاناډا د تاريخ په اوږدو کې تل د کډوالو پر مخ دروازې پرانيستي ساتلي دي . د همدې کډوالو له برکته کاناډا تل قوي او ژوندي هيواد په توګه پاتی دی. 

دکاناډا پدې راپور کې ويلي دي چې ددې کډوالو د منلو سره به د نفوس د زړښت او کاري ځواک ستونزه هم حل شي او د اقتصادي ودې سره ډيره زياته مرسته وکړي. 

هغه ويلي دي چې کاناډا کډوالو د منلو په برخه کې هيڅوخت د رنګ، دين، مذهب، قوم، جنسيت او مليت له مخې چا سره چلند ندی کړی او تل يي هر ډول تبعيض رد کړی دی. ددينه وروسته به هم ورته سياست او چلند ته دوام ورکړي. 

کاناډا چې ۳۷ ميليونه تنه نفوس لري د هرو پنځو تنو يو تن پکې کډوال دی. 

کاناډا د ۱۹۹۰ کلونو نه راپديخوا تر ۶ ميليونو تنو ډير کډوالو ته پناه ورکړې ده. 



اړوند خبرونه