شمالي کوریا ولسمشر چین ته تللی دی

د شمالي کوریا  ولسمشر کیم جونګ اون د څلور ورځني سفر په ترڅ کې چین ته  سفر کړی.

1121564
شمالي کوریا ولسمشر چین ته تللی دی

 

د شمالي کوریا د خبري اژانس  د خبر له مخې  کیم جونګ اون او میرمن يي ري سول جو  په ځانګړي ریل ګاډي کې د سهار په ساعتونو کې  د چین پلازمینې بیجینګ ته  ورسید.

د کیم جونګ اون سره پدې سفر کې   د شمالي کوریا او امریکا ترمنځه د اتومي مذاکراتو مسئول د کارګر د ګوند د مرکزي کمیټې مرستیال کیم یانګ چول، د بهرنیو چارو وزیر ري یانګ هو او دفاع وزیر نو وانګ چول  ملګرتیا کوي.

د چین رسمي خبري اژانس هم چین ته د شمالي کوریا د ولسمشر د سفر پخلی وکړ.

د شمالي کوریا ولسمشر به د خپل دې ۴ ورځني سفر په ترڅ کې  د چین د ولسمشر شي جین پینګ سره  وګوري.

پدې لیدنه کې به د شمالي او سویلي کوریا  ترمنځه  د سولې د مذاکراتو او شمالي کوریا او امریکا ترمنځه د مذاکراتو په مسلې خبرې کوي.



اړوند خبرونه