امریکايي سناتورانو د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده له دندې نه د ګوښه کولو غوښتنه وکړه
د سعودي عربستان پر خلاف د امریکايي سناتورانو سخت غبرګون
د امریکا متحده ایالتونو ګن شمیر سناتورانو د سعودي عربستان نه ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له دندې نه د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.
د امریکا په مشرانو جرګه کې د سویلي کارولینا د ایالت سناتور جمهوریت پلوه لنډسي ګراهام، د نیوجرسي سناتور دیموکراټ باب میندیز او نیوهامپشیر سناتور جاني شاهین په ګډون یوې ډلې سناتورانو په یمن کې د روانو عملیاتو او سعودي ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت اړوند په سعودي عربستان د تحریم لګولو اړوند د قانون په طرحې د غور کولو نه وروسته خبري غونډه کې ګډون وکړ.
د سناتورانو په استازیتوب ګراهام په سعودي عربستان محمد بن سلمان د ولیعهد شهزادګۍ له دندې نه د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.
هغه وویل « زه د سعودي عربستان په دوستانو غږ کوم، پرته ددې چې په روانو سیاستونو او کړونو کې بدلون رانوستل شي هیڅوخت د امریکا د مشرانو جرګې سره اړیکې جوړولې نشۍ. هغه بدلون چې څه ډول راولۍ هغه ستاسې کار او اختیار دی. زمونږ په اند اوسنۍ سیاست او چلند د منلو وړ ندی. د هیوادونو او اشخاصو ترمنځه اړیکې شتون لري. خو له بده مرغه چې د هغه اشخاصو نه د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده دومره د زهرو نه ډک او دومره تورې لکې پرې لګیدلي دي او دومره ډیرې خطاګانې کړي دي چې د هغه د بدلولو نه پرته د سعودي عربستان سره کار کول ناممکنه خبره ده .
هغه نن ورځ د امریکا او سعودي عربستان ترمنځه د اړیکو نه په یو بل د دروند بار به توګه یادونه وکړه.
همداشان سناتور مینیندیز بیا په یمن کې د روان انساني بحران او قاشقچي د جنایت له امله پر سعودي عربستان د تحریمونو د لګولو په خاطر يي د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته د طرحې د وړاندې کولو نه خبر ورکړ.
هغه وویل چې د طرحې د منل کیدو په صورت کې به پر سعودي عربستان اقتصادي او د وسلو بندیزونه ولګول شي.
هغه وویل چې دا قانون ټولو ته دا خبره په ګوته کوي چې د امریکا نږدې متفق که هم وي هغه پدې شان بې پروايي سره د چا د وژلو حق نلري.
هغه وویل چې دا قانون به د امریکا او سعودي عربستان اړیکو ته زیان ونه رسوي. مونږ یواځې په سعودي عربستان کې د بدلون غوښتنه کوو.
همداشان بل سناتور بیا وویل چې په یمن کې روان انساني بحران د منلو وړ ندی. ددې ستونزې او بحران د مسئولینو سره باید حساب او کتاب وشي.
هغه وویل تمه کیږي چې د قانون پدې طرحه نن رای اچونه وشي.
د بله پلوه د امریکا د سنا مجلس د ولسمشر دونالد ټرمپ د جګړې صلاحیتونو د محدودولو او په امریکا کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف سره د امریکا د مرستو د پرې کولو په اړه د قانون مسوده ومنله. تمه کیږي چې دا مسوده د مشرانو جرګې عمومي مجلس ته د رای اچونې په خاطر وړاندې شي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.