په نیویارک کې د سي ان ان دفتر د بم په شک تخلیه شو
د سي ان ان دفتر د تیرو دوو میاشتو په دننه کې د دویم ځل لپاره د بم په شک تخلیه کیږي
د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک په ښار کې د سي ان ان تلویزیون دفتر ددې له امله چې بم پکې ایښودل شوی دی تخلیه شو.
پولیسو وروسته د هغې د سي ان ان تلویزیون دفتر تخلیه کړ چې په یاد شوي دفتر کې د پنځو بمونو د ځای په ځای کیدو په اړه د ټیلیفون ترلاسه کړ.
د نیویارک پولیسو د سي ان ان تلویزیون دفتر ته غځیدلې ټولې لارې د ټرافیک او خلکو پر مخ وتړلې.
د نیویارک پولیسو د پلټنو نه وروسته ه سیمه بیرته د ټرافیکو او عام خلکو پر مخ پرانیسته.
د نیویارک پولیسو د پلټنو نه وروسته د بیان په خپرولو سره وویل چې د ټایم وارنر سنټر کې بمي ګواښ له منځه تللی دی او هیڅډول کوم خطر شتون نلري.
د ویلو ده چې د روان میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې هم په نیویارک کې د سي ان ان تلویزیون دفتر او یو زیات شمیر مهمو اشخاص د پاکټي بمونو په استول کیدو ګواښل شوي وو.
د یادولو وړ ده چې په نیویارک کې د سي ان ان تلویزیون د دفتر د تخلیه کولو نه لنډه موده مخکې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د ټولنیزې مډیا له لارې د سي ان ان پر خلاف یو لنډ پیغام خپور کړی وو. ټرمپ په خپور کړي پیغام کې ویلي وو چې ناسم او درواغ خبرونه د خلکو سره دښمني .
د ټرمپ دې پیغام د ډیرو خلکو سخت غبرګون هم پارولی دی.