انګلستان د طلايي ویزې سیستم د ځنډولو پریکړه وکړه
انګلستان د طلايي ویزې په نامه مشهور د اروپايي ټولنې لخوا د پانګه والو د جلب او جذب په خاطر رامنځته کړی سیستم او طرزالعمل چې له مخې پانګه والو ته اقامت اجازه او حتا تابعیت ورکول کیږي د ځنډولو پریکړه .

د لندن حکومت ویلي دي دا پریکړه د نوموړې طرزالعمل نه د ناوړې ګټې پورته کیدو او د تورو پیسو د سپینولو په خاطر د کاریدو د مخنیوي په خاطر کړې ده .
د انګلستان د کډوالو د چارو وزیرې کارلوین نوکیس ویلي دي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د انګلستان قوانین د خپو لاندې کړي او ددې سیستم نه ناوړه ګټه اوچته کړي. هغې وویل چې دا سیستم به د ۲۰۱۸ کال د دسمبر د میاشتې د شپږمې د جمعې د ورځې نه په اعتبار سره وځنډوي.
هغه وویل یواځې واقعي پانګه وال کولای شي چې د طلايي ویزې د سیستم او طرزالعمل نه ګټه اوچته کړي.
هغې وویل چې مونږ د سرغړونو د ناقانونه کارونو د مخنیوي په خاطر دا پریکړه کړې . هو هر څوک چې وغواړي چې د انګلستان د اقتصاد سره د مرستې په خاطر دلته پانګه اچونه وکړي او ددې سیستم نه استفاده وکړي د هغوې پر مخ زمونږ دروازې پرانیستي دي.
د یادولو وړ ده چې طلايي ویزه هغه کسانو ته ورکول کیږي چې لږ تر لږه په انګلستان کې د دوو میلیونو پونډو په اندازه پانګه اچونه وکړي.
ددې ویزې لرونکو ته پنځه کاله په انګلستان کې د اوسیدو اجازه او په شینګن سیمه کې په ازاده توګه د ګرځیدو اجازه ورکول کیږي.
ویل کیږي یواځې په ۲۰۱۷ کال کې تر زرو تنو ډیرو روسي او چینايي پانګه والو دې ویزې ته مراجعه کړې ده .
همداشان د جولای په میاشت کې بیا د طلايي ویزې په خاطر د وړاندیزونو کچه ۴۰ سلنه نوره هم لوړه شوه.
د انګلستان حکومت غواړي چې د نوو اصلاحاتو سره د بهرنیو پانګه والو بانکي حسابونه په منظم ډول د کنټرول لاندې ونیسي.
انګلستان بهرنیو پانګه والو ته چې وغواړي طلايي ویزه ترلاسه کړي دا خبره د شرط په توګه وړاندې کوي.
د انګلستان حکومت د نوي کال نه په اعتبار سره غواړي چې د طلايي ویزې په سیستم کې ځیني اصلاحات رامنځته کړي.
د نوي کال نه په اعتبار سره هر څوک چې دا ویزه ترلاسه کوي هغه باید په هرو دوو کلونو کې ویزه تمدید کړي.
انګلستان په ۲۰۱۸ کال کې د چلسي د فوټبال د لوبډلې د خاوند د نړۍ د نامتو میلیاردر رومان ابرامویچ طلايي ویزه درخواست د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د نږدې اړیکو درلودو له امله رد کړ.
د ویلو ده چې اروپايي ټولنې د طلايي ویزې سیستم د ۲۰۰۸ کال د اقتصادي بحران نه وروسته رامنځته کړ. اروپايي ټولنې په تیرو لسو کلونوکې ددې لارې نه تر سلو زرو کسانو نه ډیرو ته طلايي ویزې او تر ۶ زرو تنو ډیرو ته تابعیت ورکړی دی.