د پلار بوش د جنازې لپاره په واشنګټن کې دولتي مراسم جوړ شول
د پلار بوش د جنازې لپاره وروستي مراسم ترسره شول
د امریکا متحده ایالتونو ۴۱ ولسمشر جورج ایچ ډبلیو بوش چې د ۹۴ کلونو په عمر ژوند د لاسه ورکړ د جنازې لپاره په واشنګټن کې دولتي مراسم جوړ شول.
بوش چې د نوامبر په ۳۰ مه نیټته په تکزاس کې ژوند د لاسه ورکړی وو د تیرې دوشنبې په ورځ يي جنازه پلازمینې واشنګټن ته راوړل شوه.
د بوش لپاره لومړی د کانګرس په ودانۍ کې د جنازې مراسم جوړ شول او وروسته يي جنازه د سپینې مانۍ د مخې نه تیره شوه او ملي جامع کلیسا ته یوړل شوه.
دلته د بوش د جنازې لپاره دولتي مراسم جوړ شوي وو. پدې مراسمو کې د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ سربیره پخواني ولسمشرانو بارک اوباما، بیل کلنټن، جیمي کارټر ، زوی جورج ډبلیو بوش ، میرمنو يي او یو زیات شمیر بهرنیو هیوادونو مشرانو ګډون کړی وو.
د بوش د جنازې په مراسمو کې د هغه لمسیانو، د کاناډا پخواني لومړي وزیر بریان مولروني او تاریخپوه جان ماکم ویناوې وکړې.
همداشان د جورج ایچ ډبلیو بوش ستاینلیک د هغه د زوی او د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش لخوا ولوستل شو.
د ویلو ده چې د پلار بوش جنازه د تکزاس ایالت د هوسټن په ښار کې د خپل لور او میرمنې ترڅنګ خاورې ته وسپارل شي.