ټرمپ ویلي غواړي چې د وسلو د رقابت مخه ونیسي

ټرمپ ویلي دي چې د روسیې او چین د ولسمشرانو سره به د وسلو د رقابت د مخنیوي په خاطر لیدنه وکړي

1099895
ټرمپ ویلي غواړي چې د وسلو د رقابت مخه ونیسي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ ویلي چې  د وسلو د سیالۍ  یا رقابت د مخنیوي په خاطر  کیدای شي چې  د چین او روسیې د ولسمشرانو سره  لیدنه وکړي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ  د ټولنیزې مډیا له لارې  د وسلو د سیالۍ  په اړه ارزونې وکړې.

ټرمپ وویل « پوره باور لرم چې  په راتلوونکې کې  د چین د ولسمشر شي  او روسیې د ولسمشر پوتین سره  لیدنه وکړم  او د وسلو ددې بې ځایه  سیالۍ د مخنیوي په اړه به خبرې وکړو. دا سیالي به  ودرو. سږ کال امریکا  د وسلو پدې سیالۍ  یا رقابت  ۷۱۶ میلیارده ډالره په مصرف رسولي دي چې دا ښکاره لیونتوب  دی.»

د یادولو وړ ده  ټرمپ   چې ددینه وړاندې تل  د امریکا  لوی او قوي وسله وال پوځ نه یادونه کوله او په ټینګار به يي ویل چې  ددې ادارې  د هر وخت نه  ډیرې پيسې دفاعي بودیجې ته  ځانګړي کړي دي  وروستیو څرګندونو يي  د امریکا او نړۍ په مطبوعاتو کې د پام وړ انعکاس موندلی دی .

بعضو خبري رسنیو ویلي دي چې د ټرمپ  وروستۍ څرګندونې  د حقیقت نه لرې بللي دي او ویلي دي چې هغه  سالمه  پوځي ستراتیژي نلري.

د بله پلوه  خبریالانو  د امریکا د دفاع وزیر  جیمز ماتیس  نه  د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه پوښتنه وکړه خو هغه  پوښتنو ته ځواب ورنکړ.

د امریکا د دفاع وزارت  د ۲۰۱۹ کال لپاره  ۷۱۷  میلیارده ډالره  بودیجې  غوښتنه کړې وه  چې  د   د ولسمشر ټرمپ لخوا  تایید شوې ده .  



اړوند خبرونه