د امریکا متحده ایالتونو  د الاباما  په ښار کې په سوپر مارکیټ وسله وال برید وشو.

په امریکا کې په سوپر مارکیټ وسله وال برید وشو

1093566
د امریکا متحده ایالتونو  د الاباما  په ښار کې په سوپر مارکیټ وسله وال برید وشو.

 

د الاباما  د ښار پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید د شپې د لسو بجو په شاوخوا کې شوی دی. هغه ویلي دي چې برید  هله رامنځته شوه  چې  لومړی د دوو تنو ترمنځه  فزیکي نښته وشوه او وروسته  ډزې وشوې.

په ډزو کې  دوه تنه  یو ۱۸ کلن  او یو هم  ۱۲ کلنه ماشومه ټپیان شول. ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال کړی شول.

د برید کوونکو نه  یو تن  چې د تیښتې په حال کې وو د پولیسو لخوا وویشتل شو چې  ژوند يي د لاسه ورکړ.

د سیمې د پولیسو مشر  خبري رسنیو ته ویلي دي چې د وژل شوي  برید کوونکي هویت  تر اوسه پورې معلوم  ندی او په اړه يي تحقیقات پیل شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې  د برید نه وروسته په سیمه کې تړل شوي  دوکانونه او مغازې بیرته پرانیستل شوي دي. تحقیقات دوام لري .



اړوند خبرونه