یو بل اروپايي هیواد هم  پر سعوي عربستان  د وسلو په پلورولو بندیز ولګو.

ډنمارک  پر سعودي عربستان  د وسلو پر پلورولو بندیز ولګو.

1092998
یو بل اروپايي هیواد هم  پر سعوي عربستان  د وسلو په پلورولو بندیز ولګو.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې  په یمن کې د روانۍ کورنۍ جګړې  چې له امله يي ستر انساني بحران  رامنځته شوی  او د ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت له امله  پر سعودي عربستان د وسلو پر پلورولو د بندیز لګولو پریکړه کړې.

په بیان کې راغلي دي چې  سعودي عربستان د یمن په جګړه  او د جمال قاشقچي په جنایت کې  مهم  رول  په غاړه لري. د اروپا نه  دې هیواد ته په ښکاره توګه د خبردارۍ ورکولو  وخت  رارسیدلی دی.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر  اندریس ساموایلسن  ویلي دي چې تمه لري نور اروپايي هیوادونه هم  ددوې په څیر  پر سعودي عربستان په وسلو پلورولو بندیز ولګوي. نور هیوادونه هم  ورته ګامونه اوچت کړي.

هغه د سعودي عربستان په اړه  د امریکا متحده ایالتونو په دریځ  او ملاتړ هم  سختې نیوکې وکړې او ویلي دي چې امریکا د اروپا  برعکس  عمل او چلند کوي. امریکا ددې ټولو سره سره  اوس هم  پر سعودي عربستان  د میلیاردونو ډالرو وسلو پلورولو ته دوام  ورکوي.

د ویلو ده چې  د سعودي عربستان منتقد او مخالف ژورنالست  جمال قاشقچي د اکتوبر په دویمه نیټه د واده  د اوراقو په خاطر  په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د ننوتو سره سم  ووژل شو.



اړوند خبرونه