د اروپا پارلمان پر سعودي عربستان د وسلو د بندیز لګولو غوښتنه وکړه

د اروپا پارلمان ویلي دي چې د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه د وسلو د صادراتو په برخه کې په کنټرول کې ناکامه دي

1088146
د اروپا پارلمان پر سعودي عربستان د وسلو د بندیز لګولو غوښتنه وکړه

  د اروپا پارلمان د غړیو هیوادونو نه  په سر کې پر سعودي عربستان او په هغه سیمو چې جګړه پکې روانه ده  د وسلو د بندیز لګولو  او یا هم  د وسلو د پلورولو پر مهال  د قوي کنټرول کولو  غوښتنه وکړه.

د اروپا په پارلمان کې د جرمني غړي سابین لوسینګ  د اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو لخوا د تیرو ۱۹ کلونو په ترڅ کې نړۍ ته د صادر کړو وسلو  په اړه هر اړخیز  راپور  او یوه هم  د قانون مسوده  عمومي  غونډې ته وړاندې کړه. د اروپا  د پارلمان  سږنۍ عمومي  غونډه  د فرانسې د ستراسبورګ  په ښار کې جوړه شوې ده.  

نوموړی  راپور  او مسوده  چې د ۱۵۰ مخالفو رایو په مقابل کې د ۴۲۷ موافقو  او ۹۷ ممتنع  رایو سره  ومنل شو  پکې راغلي دي چې  غړي هیوادونه د وسلو  د صادراتو د کنټرول په برخه کې  هیڅ بریالي ندي. د وسلو  د صادراتو  په برخه کې  د شفافیت  او ټاکل شوو شرطونو نه   په سرغړونکو  باید بندیزونه ولګول شي.

په راپور کې راغلي دي چې د اروپايي هیوادونو  نه  د صادر شوو وسلو او مهماتو سره  د یمن  په جګړه کې کار اخیستل کیږي. دا جګړه  د هرې ورځې په تیریدو سره  لا قوي کیږي. د همدې امله د سعودي عربستان  په مشرۍ  په  ایتلاف باید  د وسلو بندیز وضع شي.

په مسوده کې بیا ویل شوي دي چې  اروپايي ټولنې غړي هیوادونو  د وسلو د صادراتو  د جدي کنټرول په خاطر  یو میکانیزم ته اړتیا لري. د وسلو  د کنټرول میکانیزم  یو جدي اړتیا  ده  ځکه چې  اروپايي ټولنې  ډیری غړیو هیوادونو  د وسلو  د صادراتو په برخه کې  ټاکل شوي  اساسات  او شرطونه  په سیستماتیکه توګه  د خپو لاندې کړي دي.

په  مسوده کې راغلي دي چې  اروپايي ټولنې  د وسلو د صادراتو په خاطر  د ټاکل شوو ۸  شرطونه  ۶ د خپو لاندې کړي دي. د بیلګې په توګه د یمن په جګړه کې کاریدونکې جنګي کښتۍ  د اروپايي هیوادونو لخوا پلورل شوي دي. د یمن په خلکو بمونه ګوزارونکي  جنګي الوتکې  د همدې  اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو لخوا  په جګړه کې په ښکیلو خواوو پلورل شوي دي. نن ورځ  د یمن خلک د همدې بمونو او الوتکو  له امله  په قتل رسیږي  او یا هم  د مختلفو مشکلاتو متحمل کیږي.

په راپور کې د اروپايي ټولنې د غړیو جرمني  او هالنډ لخوا  په سعودي عربستان د وسلو بندیز لګولو نه  هر کلی شوی دی  او د ټولو غړیو هیوادونو  نه پر سعودي عربستان  د ورته بندیزونو د لګولو غوښتنه وشوه.

د ویلو ده چې اروپايي ټولنه د وسلو په صادراتو کې د امریکا نه وروسته په دویم کتار کې ځای لري.

د ویلو ده چې  د نړۍ د وسلو ۲۷ سلنه په اروپا کې  تولید  او نړۍ ته صادریږي. همداشان اروپايي ټولنه بیا د خپلو وسلو ۴۰ عشاریه ۵ سلنه  منځني اسیا  او شمالي افریقا ته  صادروي.

پدې راپور کې راغلي دي چې  د صادر شوو وسلو ډیره برخه  سعودي عربستان ، مصر او متحده عربي اماراتو ته  صادر شوې ده .     



اړوند خبرونه