د امریکا  او فرانسې ترمنځه ناندرۍ  مخ په لویدو  دي.

د امریکا او فرانسې ترمنځه لفظي مشاجره دوام لري

1088235
د امریکا  او فرانسې ترمنځه ناندرۍ  مخ په لویدو  دي.

 د امریکا  او فرانسې ترمنځه ناندرۍ  مخ په لویدو  دي.

د فرانسې  ولسمشر امانویل  ماکرون  وویل چې  د امریکا سره  متفقوالی  په هره برخه کې د هغوې سره  د تړاو په معنا  ندی.

د فرانسې ولسمشر  دا څرګندونې  د امریکا  د ولسمشر دونالد ټرمپ لخوا پر هغه او فرانسې د نیوکو په ځواب کې وکړې.

ماکرون وویل نه غواړي چې  د ټرمپ لخوا  په هغه باندې  د اروپا د خپلواکه پوځ د جوړولو د  نظر د بیانولو په خاطر  کړو نیوکو ته ځواب ووايي.

هغه زیاته کړه چې  ټرمپ  د امریکا  سیاست  پر مخ وړي. پدې اړه مونږ د ویلو لپاره هم  څه نلرو. مونږ ورته  حق ورکوو.

ماکرون  زیاته کړه  چې  اروپا په خپلواکه پوره باور لري. ایا  مونږ  د ټولو  فرانسویانو  امنیت  د امریکا  لاس ته  پریښودی شو؟ نه  په هیڅډول نه. ځکه چې  دا  زما  مسئولیت دی. د فرانسې د وګړو امنیت ساتل  زما  دنده  او مسئولیت دی.

ماکرون وویل چې  د نوې دفاعي بودیجې د جوړولو پریکړه يي کړې ده . خو غواړي چې  دا کار د اورپا په کچه  د خپلو اروپايي متفقینو سره  وکړي.

هغه وویل چې  مونږ  ډیری  وخت  پداسې  مسایلو کې  خپل مخ  امریکا ته  ګرځو. هو  امریکا  زمونږ  تاریخي  متفق او دوست  هیواد دی  او زمونږ  دوستي به هم په همدې شان دوام وکړي. زما  په اند  متفقوالی  او یا دوستي  د یو بل پورې د تړاو په معنا  ندی. مونږ  باید  د هیچا پورې ونه تړل شوو. مونږ باید  په هره برخه کې خپلواکه  شو.

د یادولو وړ ده چې  د فرانسې ولسمشر  امانویل ماکرون  څو اونۍ مخکې ویلي وو چې  اروپا باید  خپل  جلا  پوځ  جوړ کړي. اروپا باید  د چین ، روسېې او حتا د امریکا  په مقابل کې د ځان نه د دفاع په خاطر  خپلواکه پوځ ولري.

د فرانسې د د ولسمشر دې څرګندونو  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ  سخت غبرګون وپارو.

ټرمپ  په پاریس کې  د لومړنۍ نړۍوالې جګړې د پایته رسیدو  د سلمې کلیزې په مراسمو کې  د ګډون نه وروسته هیواد ته د راستنیدو سره  سم  په فرانسې او د فرانسې په ولسمشر ډیرې سختې نیوکې پیل کړې.

ټرمپ  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي  پیغام کې  پدې اړه ویلي وو « امانویل ماکرون اروپا د امریکا، چین او روسیې نه د ځان د دفاع په خاطر  د جلا پوځ د جوړولو د مسلې نه یادونه او دفاع کوي. خو په لومړنۍ او دویمې نړۍوالو جګړو کې په اروپا برید  د جرمني لخوا شوی وو. فرانسې هغه وخت څه کړي وو؟ تر کومه چې امریکا ددوې د ژغورنې په خاطر نوه رسیدلې  دوې  په پاریس کې د الماني ژبې په زده کړې پیل کړی وو.

ټرمپ ویلي وو چې  د فرانسې ولسمشر ماکرون په خپل هیواد کې  د خلکو ملاتړ د لاسه ورکړی ، اوس غواړي چې ددې ډول  څرګندونو  او مسایلو د رامخکې کولو سره  د ټولو اذهان  بل پلو ته  واړوي.

د ویلو ده چې  ټرمپ  ددینه مخکې  د مکرون  د څرګندونو نه  د سپکاوي په توګه یادونه کړې وه.



اړوند خبرونه