د فرانسې د ولسمشر د وژلو پلان شنډ شو
شبږ تنه چې د فرانسې د ولسمشر د وژلو پلان يي جوړ کړی وو ونيول شو
1082685
په فرانسه کې ۶ تنه د ولسمشر ماکرون د وژلو د پلان جوړولو په شک ونيول شول.
د فرانسې د امنيت اژانس خبري رسنيو ته ويلي دي چې ۶ تنه چې د ولسمشر ماکرون د وژلو پلان يي جوړ کړی وو نيولي دي.
ويل کيږي نيول شوي کسان ښي اړخه افراطيان دي.
نيول شوي کسان د پوليسو لخوا څيړل کيږي.
د نيول شوو کسانو د هويت په اړه څه ندي ويل شوي.