په نړۍ کې تر سلو زرو تنو ډیر کسان لا درکه دي

د سور صلیب نړۍوالې کمیټې ویلي دي چې په نړۍ کې  تر سلو زرو تنو ډیر کسان  د مختلفو دلایلو له امله  لا درکه شوي دي.

1078039
په نړۍ کې تر سلو زرو تنو ډیر کسان لا درکه دي

سور صلیب  ددې مسلې د یو نړۍوال بحران په توګه یادونه وکړه.

د سور صلیب د نړۍوالې کمیټې  د چارواکیو نه  اګنس کوټو د ملګروملتونو سازمان د عمومي اجلاس د بشري حقونو د کمیټې غونډې ته په وینا کې وویل ، په ټوله نړۍ کې د مختلفو دلایلو له امله تر سلو زرو تنو ډیر کسان  لادرکه دي.

هغه وویل چې  دا تر اوسه پورې  تر ټولو ستر رقم  دی.

هغه  زیاته کړه چې  دا رقم  یواځې  ددې مسلې  ظاهري  مخ دی  ، په تیرو او روانو جګړو کې  د لا درکه شوو کسانو سره دا شمیره  د ښودل شوي رقم  نه ډیر زیاته لوړه ده.

هغه زیاته کړه چې دا مسله  ډیره مهمه ده. دا ډول لا ینحله پاتې  شوې مسلې  کیدای شي چې د نړۍوالې سولې پر وړاندې جدي خنډونه  رامنځته کړي.

هغه  ددې مسلې نه د یو نړۍوال بحران په توګه یادونه وکړه.

هغه زیاته کړه چې په ننیو نښتو کې د مختلفو هیوادونو وګړي دخیل دي. دې مسلې  د لا درکه شوو کسانو شمیره  د پام وړ لوړه کړې ده .

همداشان  بله مهمه  مسله  د کډوالۍ مسله ده. ځکه چې  په لسګونو زره تنه کسان چې د جګړو او یا نورو  ستونزو له امله  د خپلو هیوادونو نه  کډه شوي  د نورو هیوادونو په لارو کې  لا درکه شوي دي.

هغه وویل چې    د سور صلیب نړۍواله کمیټه  د لا درکه کیدو  د مخنیوي په خاطر د  نړۍوالې ټولنې نه  د جدي تدابیرو د نیولو  غوښتنه کوي.دې مسلې ته د جدي پاملرنې کولو  غوښتنه کوي.

 



اړوند خبرونه