حضرت محمد ص ته د سپکاوي اړوند د اروپا د بشري حقونو د محکمې مهمه پریکړه

د اروپا د بشري حقونو محکمې حضر محمد ص ته د سپکاوي د مسلې په اړه خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړه

1075392
حضرت محمد ص ته د سپکاوي اړوند  د اروپا د بشري حقونو د محکمې مهمه پریکړه

د اروپا د بشري حقونو نړۍوالې محکمې  د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص  ته  د سپکاوي اړوند  ډیره مهمه پریکړه وکړه.

د اروپا د بشري حقونو نړۍوالې محکمې  حضرت محمد ص سپکاوی د وینا  د ازادۍ په چوکاټ کې  نه راځي  پریکړه وکړه.

یادې شوې محکمې پریکړه وکړه چې  حضرت محمد ص سپکاوی  د وینا په ازادۍ کې نه شمیرل کیږي.

د اروپا د بشري حقونو نړۍوالې محکمې وویل چې  د حضرت محمد ص  په اړه د اتریش د هیواد د ۴۷ کلن وګړي  د سپکاوي  ډکې  څرګندونې  د وینا د ازادۍ  په چوکاټ کې نه شمیرل کیږي. محکمې ویلي دي چې ډول سپکاوی  د بشري حقونو د تړون د ازادۍ د وینا د لسمې مادې  د چوکاټ نه بهر دي.

اروپا د بشري حقونو محکمې دا پریکړه  د رایو په اکثریت سره  کړې ده .

د ویلو ده چې  یو تن  ۴۷ کلن اتریشي  په ۲۰۰۹ کال کې  د اسلام اساسي عناصر  تر نامه  لاندې جوړ شوي  سیمینار ته په وینا کې  د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ص  په اړه  د سپکاوي  نه ډکې  ځینې  کلمې  کارولې وې.

په ۲۰۱۱ کال کې  یوې سیمه ایزې محکمې نوموړی  اتریشي  دیني لارښود  او رهبر ته  د سپکاوي کولو په تور  ۴۸۰ ایرو نقدي  جزا ورکړه.

نوموړي  اتریشي  د محکمې په پریکړه  اعتراض وکړ  په کولو سره  دعوا  د اتریش  سترې محکمې ته انتقال کړه. د اتریش سترې محکمې  د نوموړي اتریشي  وړاندیز رد.

نوموړي  داځل  د اروپا د بشري حقونو نړۍوالې محکمې ته  مراجعه وکړه.

د اروپا د بشري حقونو نړۍوالې محکمې  د سیمه ایزې محکمې پریکړه پر ځای وبلله  او اتریشي وګړی  پړ وباله.



اړوند خبرونه