مایک پنس : د جمال قاشقچي وژنه د مطبوعاتو په ازادۍ برید دی

د امریکا د مرکزي استخباراتو مشره ترکیې ته راغلې ده

1074536
مایک پنس  : د جمال قاشقچي وژنه د مطبوعاتو په ازادۍ  برید  دی

د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال مایک پنس وویل چې  امریکا د مرکزي استخباراتو د تشکیلاتو مشره ګینا هاسپل  په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د وژل شوي  ژورنالست جمال قاشقچي  د مسلې په اړه د څیړونو او تحقیقاتو په خاطر  د ترکي مقاماتو سره  د لیدونو کتنو په موخه ترکیې ته تللې ده .

پنس وویل چې  هاسپل  به  د جنایت  دلیلونه او شواهد  د نږدې نه  وڅیړي. د ټولو  حقایقو  د معلومیدو  نه وروسته  ولسمشر ټرمپ  د امریکا د خلکو ارزښتونو او  منافع په نظر کې نیولو سره  خپله وروستۍ پریکړه وکړي.

پنس  د جمال قاشقچي  وژنه  په اصل کې په ازاده او خپلواکه مطبوعاتو  یو ستر برید  دی. هغه وویل چې  د ولسمشر ټرمپ  اداره به  دا مسله تعقیب کړي  .

د یادولو وړ ده چې د سعودي عربستان منتقد او مخالف  ژورنالست  جمال قاشقچي  د اکتوبر په دویمه نیټه د بعضو رسمي کارونو په خاطر  په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د ننوتو نه وروسته تري تم  شو.

سعودي عربستان  سره ددې چې په لومړي سر کې  د جمال قاشقچي د وژل کیدو په اره هر ډول ادعاګانې په کلکه توګه ردولې خو بالاخره يي  د اکتوبر په شلمه نیټه  اعتراف وکړ.

سعودي عربستان  اعلان وکړ چې قاشقچي  د قونسلګرۍ په وداني کې د لفظي مشاجرې نه وروسته په فیزیکي نښته کې  وژل شوی دی.

د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل چې  د قاشقچي د جنایت له امله  د سعودي عربستان  د بهرنیو چارو وزارت، استخباراتو او امنیتي ادارو  په ځینو کسانو  چې ګمان کیږي پدې پيښه کې لاس درلود  ځینو بندیزونه په نظر کې نیولي دي. د نوموړو ویزې به  فسخه کړي  او امریکا ته به يي په راننوتو بندیز ولګوي.

هغه وویل چې په سعودي عربستان به بندیزونه  ددې نه عبارت نه نوي  بلکې  د حقیقت د معلومیدو وروسته به ځیني نورې مهمې پریکړې هم  وکړي.



اړوند خبرونه