په زرګونو تنه کډوال د امریکا پر لورې روان شوي دي

ټرمپ امریکا ته د ناقانونه کډوالو د راننوتو د مخنیوي په خاطر د هر ډول تدابیرو نیولو امر کړی دی

1073818
په زرګونو تنه کډوال د امریکا پر لورې روان شوي دي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  د منځني امریکا نه  د امریکا پر لورې د راروانو  کډوالو د مخنیوي په خاطر د هیواد پوله ساتو ځواکونو ته د هر ډول چمتوالي امر کړی دی.

ټرمپ  د ټولنیزې مډیا له لارې  په خپور کړي پیغام کې ویلي دي، د مکسیکو پولیسو او اردو د امریکا پر لورې د روانو کډوالو د مخنیوي نه ډډه کړې ده . دا د امریکا لپاره  عاجل او بیړنی  حالت  دی. د همدې امله يي  پوله ساتو ځواکونو ته  د هر ډول تدابیرو نیولو امر کړی دی.

ټرمپ  د نوموړو کډوالو نه  د مجرمینو  او منځني امریکا بې هویته کسانو په توګه  یادونه کړې ده . هغه  امریکا ته د ناقانونه لارو څخه  د کډوالو د تګ راتګ  پړه په ډیموکراټانو  واچوله.

ټرمپ  وویل چې ګواتامالا، هندوراس او ایل سلوادور  امریکا ته  د ناقانونه کډوالو د مخنیوي نه ډډه کړې ده . امریکا به ددې پر خلاف د لومړني ګام په توګه د بهرنیو هیوادونو سره  د مرستو د پرې کولو  او یا په لږولو پیل وکړي.

د ویلو ده چې  په زرګونو تنه  کډوال امریکا ته د تلو په هیله د منځني امریکا له لارې  د امریکا پر لورې روان  شوي دي. نوموړي کډوال د مکسیکو  د ګواتامالا  پولو ته رسیدلي دي.

د ویلو ده چې  نږدې  ۳ زره تنه ناقانونه کډوال  د مکسیکو  پولیسو ترڅیرمه  راټول شوي  او شپه يي هلته  تیره کړې ده .

ویل کیږي  یو زیات شمیر کډوال د مکسیکو په پوله کې د اغزن  مزو نه بې طرفه سیمې ته تیر شوی دي.

همداشان  نوموړو کډوالو د مکسیکو د امنیتي ځواکونو سره هم  وخت نا وخته نښته کوي.

د بله پلوه په سلګونو تنو کډوالو مکسیکو ته  د تیریدو په خاطر  ځانونه نهرونو ته ګوزار کړي او په لامبو د پولې نه تیریږي.

همداشان مکسیکو ویلي دي  چې  د نوموړو کډوالو نه  ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو ته  به  چې قانوني اسناد په لاس کې ولري  هیواد ته د ننوتو اجازه ورکړي.



اړوند خبرونه