د امریکا جنګي چورلکې سقوط وکړ

د امریکا جنګي چورلکې د جنګي بیړۍ د پاسه سقوط کړی

1071698
د امریکا جنګي چورلکې سقوط وکړ

د امریکا متحده ایالتونو  یوه پوځي  چورلکه  د جنګي الوتکو د انتقالوونکې د رونالد ریګن په نامه  د جنګي کښتۍ  د پاسه  سقوط وکړ.

د امریکا  سمندري ځواکونو ویلي دي چې  یوه  ام ایچ ۶۰ سیهاک ډوله  جنګي چورلکه د رونالد ریګن په نامه د سترې  جنګي کښتۍ  د پاسه  سقوط کړی.

ویل کیږي  چورلکې  د الوتنې نه سمدلاسه وروسته  سقوط وکړ. پیښه د سهار په ۹ بجو رامنځته شوې ده .

پدې پیښه کې  څو تنه  ټپيان شوي دي چې روغتیايي حالت يي ښه دی.

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي دي چې د ټپیانو نه  د هیڅکوم  ژوند  د خطر سره مخامخ  ندی.



اړوند خبرونه