په امریکا متحده ایالتونو کې  د یوې  سترې فاجعې مخه ونیول شوه.

د امریکا پولیسو یو تن د سل کیلويي بم سره ونیو

1067096
په امریکا متحده ایالتونو کې  د یوې  سترې فاجعې مخه ونیول شوه.

 

د امریکا د ترهګرۍ  پر وړاندې  د مبارزې  پولیسو په نیویارک ښار کې یو تن   د سل کیلو چاودیدونکو توکو نه جوړ شوی  بم  سره  چې  د یو ستر قتل عام  د ترسره کولو  هوډ يي درلود د نیولو نه خبر ورکړی دی.

ویل کیږي  نوموړي  کس  غوښتل چې  د نوامبر په ۶ مه په امریکا کې  د غوراوي  ټاکنو  پر مهال  یو ستر قتل عام وکړي.

د نیویارک د سویلي  سیمو  د لوی څارنوالۍ  په امر  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  پولیسو د تیرې چارشنبې پر ورځ  د ځانګړو عملیاتو په ترڅ  کې  د پاول روسن فیلډ په نامه یو تن ۵۶ کلن  چې  ویل کیږي  د یو ستر قتل عام لپاره يي اماده ګي  نیولې وه  ونیو.

امریکا پولیسو ویلي  دي  چې  نوموړي  کس  د نوامبر په ۶ مه نيټه د غوراوي  ټاکنو پر ورځ  د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د کانګرس د ودانۍ  او واشنګټن  د څلي  ترمنځه  په توریستکي  سیمې  د ځانمرګي  برید  پلان  درلود.

پولیسو  د ۵۶ کلن پاول روسن فیلډ  په کور  د چاپې اچولو پر مهال د کور په زیرزمینۍ  کې  په بمونو کې  کاریدونکي  یو تن شمیر مواد  او د سلو کیلوګرامو چاویدونکو توکو نه جوړ شوی  یو  لوی بم  وموند. ویل کیږي  دا بم  د ځانمرګي  برید  لپاره جوړ شوی وو.

د نیویارک د سویلي  سیمو  څارنوالۍ  ویلي  دي  چې  په تحقیقاتو کې  معلومه شوې  ده چې  نیول شوي  کس  غوښتل  ددې برید سره د ټولو پام  خپلې سیاسي  اډیالوژۍ ته  چې  وايي  دولتي کارکوونکي  باید انتصاب  یا انتخاب  نه  بلکې    د  هر قشر نه وټاکل شي .

د امریکا د فدرال څیړونو ادارې  مرستیال  ویلي  دي  چې  روسن فیلډ  د خپلې  افراطي اډیالوژۍ ته  د ټولو  د پام رااړولو په خاطر  غوښتل  چې  ځان سره سم په لسګونو تنه معصوم  انسانان  هم  ووژني. کیدای شي  چې  ددې  چاودنې  په ترڅ کې  یو زیات شمیر معصوم او بې ګناه انسانان په قتل رسیدلي  وی خو  له نیکه مرغه چې  د امنیتي  ځواکونو  د هلو ځلو له پایله کې  د سترې  فاجعې مخه ونیول شوه.

څارنوالۍ  بیا ویلي  دي  چې  نیول شوي  کس  د روان کال د اګست او سپټمبر په میاشتو کې په پنسلوانیا ایالت کې میشت یو تن ته په استولو پيغامونو کې  ویلي وو چې  د ۲۰۱۸ کال د نوامبر په ۶ مه نیټه د واشنګټن د نشنل مال په سیمه کې د یو ستر برید پلان لري.



اړوند خبرونه