د اورتادوکس  کلسیا  په څو برخو ویشل کیږی.

د اورتادوکس کلیسا په منځ کې قوي درز پیدا شوی

1067099
د اورتادوکس  کلسیا  په  څو برخو ویشل کیږی.

د اورتادوکس  کلسیا  په ځو برخو ویشل کیږی.

د اوکراین  اورتادوکس  کلیسا  په مسکو کې  د اورتادوکس  کلیسا نه  د جلا کیدو غوښتنه کړې ده . مسکو  د اوکراین د اورتادوکس کلیسا ددې غوښتنې  په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

په استانبول کې  د فنرروم پاتری او  کلیسا بیا  د اوکراین  د اورتادوکس د کلیسا  غوښتنه ومنله.

په استانبول کې  د اورتادوکس کلیسا  مشرانو  ویلي  دي  چې  د اوکراین د اورتادوکس کلیسا لخوا د مسکو د کلیسا نه د جلا کیدو په غوښتنه يي  د درې ورځې بحث او مشورې وکړې چې په پای کې د غوښتنې د منلو پریکړه وکړه.

د ویلو ده چې  دې پریکړې د روسیې  او استانبول د کلیساګانو ترمنځه اړیکي  خرابې کړي دي.

د روسیې  د اورتادوکس  کلیسا بیا  د استانبول  د کلیسا  د پریکړې په غبرګون کې ویلي دي، دوی هم  مجبوریږي  چې  د استانبول  د کلیسا نه ځان  جلا کړي.

که چیرې  دا کار وشي  دا به  د اورتادوکس کلیسا  ترمنځه ستر درز  رامنځته کړي. د زرو کلونو نه وروسته به  دا کلیساګانې  یو ځل بیا وویشل شي.



اړوند خبرونه