په امریکا کې پر پولیسو خونړی برید وشو

د امریکا د سویلي کارولینا په ایالت کې پر پولیسو خونړی برید شوی

1061969
په امریکا کې پر پولیسو خونړی برید وشو

د امریکا  متحده ایالتونو د سویلي کارولینا ایالت اړوند د فلورنس  په ښار کې  پر پولیسو  خونړی برید وشو.

ویل کیږي  پدې نښته کې  یو تن پولیس مړ  او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ټپي شوو پولیسو  د روغتیایي حالت په اړه څه ندي ویل شوي . د پيښې نه وروسته په سلګونو تنه  پولیس  او د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې.

پولیسو په سیمه کې فوق العاده حالت  اعلان کړ او په خلکو يي د کورونو نه د نه راوتو غوښتنه وکړه.

برید کوونکي  د یو کور نه  د پولیسو سره  جګړه کوله  چې  نښتې پوره ۲ ساعته دوام وکړ.

برید کوونکی  د دوه ساعته  نښتې نه وروسته  پولیسو ته ځان تسلیم کړ.

د فلورنس  د سیمې د پولیسو مشر مایکل نون خبري رسنیو ته ویلي دي چې  پولیسو  په یو کور د چاپې امر ترلاسه کړی وو. غوښتل يی  چې  چاپه واچوي چې پدې وخت کې پرې ډزې وشوې  او نښته پیل شوه. پولیسو  یواځې  غوښتل  چې  پدې کور کې  پلټنې وکړي. خو په ناڅاپي توګه پرې  ډزې پیل شوې  او د ډزو لاندې  ګیر پاتې شول.

هغه وویل چې  په ډیرې خواشینۍ سره چې پدې پیښه کې  یو تن پولیس  ژوند  د لاسه ورکړ  او ۶ تنه  نور ټپيان شول.

برید کوونکی  د دوه ساعته وسله والې نښتې نه وروسته  تسلیم شو.

 

 



اړوند خبرونه