په هالنډ کې د ستر ترهګري برید مخه ونیول شوه

په هالنډ کې  د سترې  خونړۍ  فاجعې  مخه ونیول شوه.

1058257
په هالنډ کې د ستر ترهګري  برید مخه ونیول شوه

 

د هالنډ امنیتي ځواکونو  د ارنهم  په ښار کې  د یوې ډیرې سترې ترهګریزې پیښې  مخه ونیوله. د هالنډ امنیتي ځواکونو په یاد شوي  ښار کې  د ترهګرو  یوه ۷ کسیزه ډله چې د یو ډیر ستر خونړي  برید  پلان يي  درلود  د وسلو سره  لاس په لاس ونیول.

د هالنډ پولیسو  د هیواد په ختيځ کې  د ارنهم  په ښار کې  د پلان شوې  سترې فاجعې مخه ونیوله.

د هالنډ  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې  یوه ۷ کسیزه  ډله  چې  د ارنهم  په ښار کې  د خونړي برید  پلان  درلود  ونیوله. ول کیږي  نیول شوو  ترهګرو عمر   د ۲۱ او ۳۴ کلونو ترمنځه  دی.

ویل کیږي  د یادې شوې ډلې  مشر  په ۲۰۱۷ کال کې  د داعش ترهګرې ډلې سره  د یو ځای کیدو په تور نیول شوی  وو  چې وروسته خوشې شوی وو.

پولیسو ویلي دي چې  یاده شوې ډله يي پداسې حال کې ونیوله چې  د برید لپاره يي د اټوماتیکه  وسلو او د لوړ تخریب چاودیدونکو توکو  په لټه کې ول.

ویل کیږي  د نیول شوو  کسانو نه  ۳ تنه د ارنهم ، دوه تنه د روتردام  او یو تن هم  حوسین د ښار اورسیدونکی  دی.

همداشان  پدې عملیاتو کې د نوموړې ډلې سره  پنځه میله وسله هم  نیول شوې ده.



اړوند خبرونه