د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ یو ځل بیا ترکیه وستایله.
ټرمپ د ادلب په مسله کې د ترکیې نه یو ځل بیا مننه وکړه
ټرمپ وویل چې ترکیې د ادلب د مطابقت سره په اصل کې د ستر قتل عام مخه ونیوله.
هغه وویل چې ترکیې زمونږ د ټولو سره ډیره زیاته مرسته وکړه.
ټرمپ د ملګروملتونو د ۷۳ یم عمومي اجلاس د لیدونو کتنو په چوکاټ کې په نیویارک کې ډيرې لویې خبري غونډه کې ګډون وکړ.
ټرمپ خبري غونډې ته وویل چې د یو خبریال نه يي په ادلب کې د احتمالي عام وژنې ادعا واوریده. وروسته يي په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې پدې اړه خپره شوې یوه مقاله هم ولوسته.
ددې پرمختګ نه وروسته د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او د ملي امنیت سلاکار جان بولتون ته په سوریه کې د اسد رژیم لخوا د ایران او روسیې پر ملاتړ د زرګونو میلیونونو تنو بې ګناه انسانانو د وژنې د مخنیوي امر او هدایت ورکړ.
هغه وویل چې په ادلب کې د احتمالي عام وژنې د مخنیوي له امله ډیر خوښ دی.
په ادلب کې د میلیونو تنو بې ګناه انسانانو احتمالي وژنه په اصل کې د ټولې نړۍ لپاره د شرم ځای وو. هغه وویل چې غواړم دلته په ادلب کې د عام وژنو او وژنو د مخنیوي په خاطر د ترکیې نه مننه وکړم.
ترکیې ډیر ښه هیواد دی. پدې برخه کې زمونږ او ټولې نړۍ سره ډیره زیاته مرسته وکړه.
د ویلو ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سپټمبر په ۱۷ مه نیټه د روسیې د سوچي په ښار کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ادلب په اړه د سولې مطابقت لاسلیک کړ.
ددې مطابقت له امله په ادلب کې د سترې عام وژنې مخه ونیول شوه.