په هندوستان د خوګ والګي په لسګونو تنه وژلي
په هندوستان کې تر ۷۰۰ تنو ډیرو کسانو کې د خوګ والګي ناروغي تثبیت شوې
1057178

په هندوستان کې د خوګ والګي په نامه مشهور د H1N1 د ویروس له امله په ۳ میاشتو کې لږ تر لږه ۷۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هندوستان د خبري رسنیو د خبر له مخې به نوموړي هیواد کې د جون د میاشتې د وروستیو نه په اعتبار سره لږ تر لږه په ۷۰۰ تنو کې د خوګ والګي ویروس تثبیت شوی دی.
د نوموړو کسانو نه ۷۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
ویل کیږي په ټول هندوستان کې تر ۶ زرو تنو ډیر کسان د خوګ والګي د ناروغۍ په شک د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د ویلو ده چې پدې هیواد کې د خوګ والګي د ناروغۍ له امله د مړو شمیره مخ په لوړیدو ده .