روسیه : زمونږ پوځي الوتکه د اسد د رژیم لخوا ویشتل شوې ده

روسیې  د دفاع وزارت ویلي دي چې ددوې  پوځي الوتکه  د سوریې د ځواکونو لخوا اشتباه کې  ویشتل شوې ده .

1051663
روسیه : زمونږ پوځي الوتکه د اسد د رژیم لخوا ویشتل شوې ده

 

روسیې  د دفاع وزارت  چې ددینه مخکې  ویلي وو چې الوتکه  په مدیترانه کې  لا درکه شوې ده  نن  وویل چې  الوتکه  د سوریې د ځواکونو لخوا د اس ۲۰۰ دفاعي توغندي سره  ویشتل شوې ده .

روسیې ویلي دي چې ددوې الوتکه  په اشتباهي توګه  د اسد د ځواکونو لخوا ویشتل شوې ده. روسیې  د نوموړې پیښې مسئولیت په اسراییلو  واچو.

د روسیې د دفاع د وزارت  ویاند  ویلي دي چې اسراییلي  پيلوټانو  د روسیې پوځي الوتکه  د چا خبره په قصدي ډول  سره   د سوریې د دفاع توغندیو  مخې ته  راوستې ده.

هغه  ویلي دي چې  اسراییلو  د سوریې په لازقیه  ښار  د هوايي برید د ترسره کولو  نه یواځې یوه دقیقه  مخکې  مونږ ته  خبر راکړ چې پدې موده کې  د الوتکې د خط سیر  بدلول ناممکنه  خبره وه.

هغه ویلي دي چې  د اسراییلو لخوا شوی  دا اقدام  خصمانه  بولو. د اسراییلو د بې مسئولیته  چلند  له امله  د روسیې ۱۵ تنو سرتیرو ژوند  د لاسه ورکړ.

روسیې ویلي دي چې  د اسراییلو  دا  اقدام به  بې ځواب پاتې نشي. روسیې ویلي دي چې  اسراییلي  پیلوټانو  د روسي الوتکې نه  د ځان لپاره  د سپر  په توګه کار اخیستی دی.

هغوې روسي الوتکه  د توغندي مخکې ته  ګوزارولو ته  مجبوره کړې وه.    



اړوند خبرونه