په یونان کې د ایران پر سفارت برید شوی دی.

په اتن کې د ایران پر سفارت برید شوی

1051004
په یونان کې د ایران پر سفارت برید شوی دی.

 

د روي کوناس په نامه  د ډلې  غړیو  نن  د سهار د ۶ بجو په شاوخوا کې په پلازمینه اتن کې  د ایران  پر سفارت برید وکړ.

برید کوونکو لومړی  د ایران د سفارت محافظ یوناني  پولیس  د خپلو ځانګړو  غرفو نه بهر  کړل او وروسته يي  د غرفې  هیندارې  ماتې کړې.

ویل کیږي  یوناني پولیسو  پر سفارت  د برید  ننداره کوله. د برید کوونکو د مخنیوي په خاطر يي  هیڅ  ندي کړي.

د ویلو ده چې  یادې شوې  ډلې  ددینه وړاندې  په اتن کې د ترکیې په قونسلګرۍ  او ترکیې د هوايي کرښو د شرکت په دفتر هم برید کړی وو.

یادې شوې ډلې  د ایران لخوا  د ۳ تنو کوردي  ترهګرو  د اعدامولو په غبرګون کې  د ایران پر سفارت برید کړی دی.

برید کوونکو  سفارت ته  د پام وړ مالي زیان  اړولی دی.



اړوند خبرونه