په امریکا کې د ټرمپ او سپینې ماڼۍ په اړه چاپ شوي نوي کتاب جنجالونه پیل کړي

د  امریکا  متحده ایالتونو  دونالد ټرمپ  او سپینې ماڼۍ په اړه چاپ شوي  کتاب  ناندرۍ پيل کړي دي.

1043709
په امریکا کې د ټرمپ او سپینې ماڼۍ په اړه چاپ شوي نوي کتاب جنجالونه پیل کړي

 

د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې  د نامتو ورځپاڼه چلوونکي  باب ود وارد لخوا  د ټرمپ  او سپینې ماڼۍ په اړه د لیکلي دي کتاب  بعضې  برخې  خپرې کړې.

نوموړي  کتاب  په امریکا کې نوي جنجالونه او ناندرۍ پیل کړي دي.

په نوموړي کتاب کې ویل شوي دي چې په سپیڼه ماڼۍ کې  د ولسمشر ټرمپ او د هغه د سلاکارانو ترمنځه  جدي اختلاف د نظر  شتون لري. په کتاب کې د ټرمپ د قلم مخصوص د پخواني مدیر رینس پرېبوس  له قوله لیکل شوي دي چې  په سپینه ماڼۍ کې  یو زیات شمیر چارواکي  یو بل تخریبوي.

پدې ۴۴۸ پاڼیز کتاب کې  راغلي دي چې  دونالد ټرمپ  د عدلیې موجود وزیر جیف سشن نه د ذهني او روحي  ناروغ په توګه یادونه کړې ده . ټرمپ  نوموړي ته  د جنوبي لوده  کلمه هم  کارولې ده .

همداشان  ټرمپ  د تجارت وزیر ویلبور روس ته په مخامخ  ډول ویلي دي چې  ( په تا هیڅ باور او اعتماد نلرم. ددینه وروسته نه غواړم  چې ته  په غونډو  او مذاکراتو کې ګډون وکړې.)

د کتاب په یوه برخه کې راغلي دي چې  ټرمپ  په ۲۰۱۷ کال کې په سوریه کې د اسد د رژیم لخوا د کیمیايي وسلو د کارولو نه وروسته  وویل ( دا لعنتي  قاتل  ووژنۍ، سوریې ته داخل شۍ  او دا ټول  ووژنۍ. )

همداشان ټرمپ  په ۲۰۱۷ کال کې  د جولای په میاشت کې  د ملي امنیت د شورا په غونډه کې  چارواکیو ته  په غبرګون کې ویلي وو، په افغانستان کې په جګړه کې بوخت  امریکايي سرتیري  ستاسې  نه  ډیره کاري وړتیا لري. مونږ او تاسې دلته څه کوو؟ نور څومره امریکايي سرتیري به په افغانستان کې ژوند د لاسه ورکوي. ددې جګړې برخلیک به څه کیږي.

لیکوال ویلي دي چې  د ټرمپ  اداره ډیرې زیاتې خپلمنځنۍ ستونزې لري . حتا  ټرمپ  په بعضو مواردو کې  خپلو مرستیالانو ته  ښکنځلې هم  کوي.

د ویلو ده چې  دا کتاب  به د سپټمبر په ۱۱ مه نيټه  بازار ته عرضه شي. سپینې ماڼۍ د نوموړي کتاب په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې  د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په کتاب کې  د سپینې ماڼۍ په اړه ذکر شوې مسلې یو هم حقیقت نلري  او دا  جوړې شوي کیسي دي. دا کتاب د غلطیو ډک  دی.

هغه ویلي دي چې په کتاب کې د سپینې ماڼۍ د بعضو پخوانیو کارکوونکو  چې  له دندو جلا شي  او اوس هم  ډیر په قهر دي  څرګندونو ته ځای ورکړ شوی دی. دا کتاب یواځې او یواځې د ولسمشر پر خلاف  یوه دسیسه  ده.

د ویلو ده چې ددینه مخکې د امریکا د مایکل والف په نامه یو تن  اور او قهر ټرمپ  په نامه  د سپینې ماڼۍ په اړه  یو کتاب  خپور کړی وو. دې کتاب  د ټرمپ  سخت غبرګون پارولی وو چې د مطبعې ته يي د کتاب د نه چاپولو په خاطر  لیک هم  استولی وو.  



اړوند خبرونه