د هندوستان جنګي الوتکې سقوط وکړ

د هندي ځواکونو میګ ۲۷ ډوله جنګي الوتکې سقوط وکړ

1042825
د هندوستان جنګي الوتکې سقوط وکړ

د هندوستان  یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.

د هندوستان د هوايي ځواکونو اړوند  یوې میګ ۲۷ ډوله  جنګي الوتکې  نن  د نوموړي هیواد د راجستان  په ایالت کې  سقوط وکړ.

د هندي مقاماتو په وینا  الوتکه  د راجستان ایالت جواد پور په سیمه کې  لویدلې ده.

ویل کیږي الوتکه  په روتین الوتنو  بوخته وه چې د نامعلوم لامل له امله لویدلې ده .

ویل کیږي  د الوتکې پیلوټ  د پيښې نه ژوندی  ژغورل شوی دی.

د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې  د الوتکې پیلوټ  په پراشوټ کې ځان  ګوزار کړی  چې ژوندی  ژغورل شوی دی.

د الوتکې د سقوط لامل  ناګرځندی  او په اړه يي  تحقیقات  پیل شوي دي.

 



اړوند خبرونه