د کاتولیکو مسیحیانو یو مشر استعفا ته مجبور کړی شو

په امریکا متحده ایالتونو کې  د کاتولیکو مسیحیانو د کلیسا تر ټولو مهم چارواکي کاردینال تیودور مک کاریک ، پر ماشوم د جنسي تیري  د ترسره کولو په تور دندې پریښودو ته  اړ ویستل شو.

1022416
د کاتولیکو مسیحیانو یو مشر استعفا ته مجبور کړی شو

 

کاردینال تیودور مک کاریک  ۴۵ کاله مخکې په نیویارک کې په کلیسا کې دندې پر مهال په یو ماشوم د جنسي تیري د ترسره کولو په تور  تورن  دی.

نوموړي  د کاتولیکو مسیحیانو په کلیسا کې  ډیرې لوړې لوړې دندې ترسره کړي دي.

د نیویارک د کاتولیکو مسیحیانو د کلیسا  مشرتابه  په کاردینال د لګول شوو تورونو د څیړولو په خاطر تحقیقات پیل کړي وو چې په ترڅ کې هغه  پړ بللی وو.

ددې تحقیقاتو نه وروسته  د کاتولیکو مسیحیانو دیني  مشر پاپ فرانسیس  په غوښتنه  کاردینال له دندې نه لرې کولو  امر کړی وو.

کاردینال  د ځان نه په سپیناوي کې ویلي دي چې  داسې کومه  اشتباه يي نده کړې  او بې ګناه  دی.

واتیکال  ویلي دي چې  کاردینال  د تیرې خالي په ورځ  پاپ فرانسیس ته  خپله استفا وړاندې کړه   او د هغه لخوا ومنل شوه.



اړوند خبرونه