ازبکستان حکومت د بهر نه په واردونکو برښنايي موټر ګمرکي مالیه معاف کړه.
ازبکستان په برښنايي موټرو مالیه معاف کړه
ازبکستان حکومت د بهر نه په واردونکو برښنايي موټر ګمرکي مالیه معاف کړه.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د هیواد د بهرني تجارتي فعالیتونو او ګمرکي تعرفو او مالیو اړوند فرمان لاسلیک کړ.
ددې فرمان له مخې د بهر نه په واریدونکو برښنايي موټر مالیه معاف شوې ده .
دا فرمان د ۲۰۱۹ کال د جنوري د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره د اعتبار وړ دی.
د ازبکستان ولسمشر ویلي دي چې د ۲۰۱۹ کال نه په اعتبار سره به هیواد ته د برښنايي موټر په واردولو پيل وکړي.
هغه ویلي دي چې د خلکو د تشویق په خاطر به ددې موټر نه هیڅډول مالیه وانخیستل.
د بله پلوه د چین شاګان د موټر جوړولو شرکت ویلي دي چې په نږدې راتلوونکې کې په چین کې د برښنايي موټرو د تولید د پيلولو په خاطر يي د ازبکستان د ولسمشر سره لیدنه کړې ده .
د هغه نه يي په ازبکستان کې ددوې د فعالیتونو نه د ملاتړ غوښته کړې ده .
اړوند خبرونه
د ملګروملتونو د امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر مسودې رای اچونه کوي.
فلسطین یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه